د لاسرسي ځای

احمد الله

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (يو اين ايچ سي آر (وايي، چې د خيبر ايجنسۍ د تيرا سيمې هغه متاثرين چې د کېمپونو پر ځای د خپلو خپلوانو او يا د کرايه په کورونو کې اوسيدل غواړي نو د داسې متاثرينو د رجسټريشن لپاره يي په کورمه ايجنسۍ کې یو مرکز جوړ کړی دی او ډېر ژر به يې په کوهاټ کې هم جوړ کړي، چې په کې متاثرين خپل نومونه ولیکي.


له مشال راډيو سره په خبرو کې د يو اين ايچ سي آر په پاکستان کې ترجمانې دنيا اسلم خان وويل چې: ((د تيرا د متاثرينو په جلوزو کېمپ نوښار او نيو دراني کېمپ صده کې رجسټريشن روان دی، خو زياتره متاثرين د دې کېمپونو پر ځای د خپلو خپلوانو او يا د کرايې په کورونو کې اوسيدل غواړي نو په دې غرض يو اين ايچ سي آر د ايف ډي ايم اې او پي ډي ايم اې په مرسته د داسې متاثرينو د کېمپونو نه باهر هم رجسټريشن شروع کړی او تر دې دمه په دواړو کېمپونو او له کېمپونو بهر ٢١ زرو څخه زيات متاثرين راجسټر کړل شويدي او د روانې اونۍ تر آخره به په کوهاټ کې هم د رجسټريشن مرکز جوړ کړل شي نو د تيرا هر هغه متاثره تن چې غواړي خپل ځان راجستر کړي نو په دې څلورو مرکزو کې دې يوه ته ورشي او ځان دې ورسره راجستر کړي))

کله چې مشال راډيو له دنيا اسلم خان څخه پوښتنه وکړه چې په پېښور کې هم يو شمير د تيرا متاثرين مېشت دي نو د دې متاثرينو د نوم لیکلو لپاره یې څه پلان دی؟ دې وويل چې:

(( د امنیتي ستونزو له وجې دم ګړۍ د حکومت لخوا موږ ته څه اشاره نه ده راکړل شوې چې په پېښور کې دې هم مرکز خلاص کړل شي خو په پيښور او خواؤ شاه سيمو کې مېشت د تيرا متاثرين کولی شي چې په کوهاټ او يا په جلوزوي کېمپ کې ځانونه راجستر کړي.))

مشال ريډيو ته د قبايلې سيمو لپاره د قدرتې آفتونو د نظم ادارې (ايف ډي ايم اې) اسسټېنټ ډایرېکټر عرفان الله وويل، چې تر دې دمه له تيرا تر شپږ زره دوه سوو زياتې کورنۍ له ٤٨ زرو نه زيات خلک بې کوره شوي دي او حکومت خپل پوره کوششونه کوي چې دې بې کوره شوؤ خلکو سره مرستې وکړي.

ياده دې وي چې په دې وروستيو کې د خيبرايجنسۍ په تيرا ميدان سيمه کې د تحريک طالبان پاکستان او انصارالاسلام تر مينځ د نښتو له وجې د سيمې خلک کډه کولو ته اړ شويدي.
XS
SM
MD
LG