د خیبر پښتونخوا د نوښار رسالپور تاڼې چارواکي وايي، د رسالپور باره بانډه سیمه کې د پولیس او وسله والو په ډزو کې یوه ماشومه نجلۍ وژل شوې او مور یې سخته ژوبله ده.
د رسالپور تاڼې سب انسپکټر عاصم خان له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې، وسله وال په تېښته بریالي شوي دي.
پولیس د پیښې پلټنې پیل کړې دي او وایي چې بریدګر ترهګر نه بلکې مفروران کېدای شي.