د لاسرسي ځای

تازه خبر

لوګر:چورلکې بیړنۍ ناسته کړې، عمله يې تیښتول شوې


نجیب الله الوخیل

دلوګر په ازرې ولسوالۍ کې دنړیوالو ځواکونو سره یوې قراردادي چورلکې بیړنۍ ناسته کړې او ۸اته کسیزه عمله يې وسلوالو طالبانو له ځان سره بیولې ده.


دلوګر دوالي ویاند دین محمد درویش مشال راډیو ته وویل:

((تیره ورځ دمازیګر په پنځو بجو د خراسان په نوم یو خصوصي ترکي شرکت الوتکه دلوګر ولایت د منګل خیلو په سیمه کې د هوا د خرابوالي او درنو بارانونو له امله بیړنۍ ناسته کړیده ،له بده مرغه یاده سیمه دوسلوالو طالبانو په لاس کې ده ،چې الوتکه دمخالفینو لاس ته لویدلې ده او په دې کې 7 تنه ترکي انجینران او یو تن افغان سرتیری هم طالبانو له ځان سره بیولي دي، د دې راپور له رسیدو سره سم دلوګر سیمه ییزې ادارې مسوول امنیتي ارګانونه ګمارلي دي او هم يې کابل په جریان کې کړی دی ،سیمه ییزې ادارې دسیمه والو په مرسته د هغوی دخلاصولو لپاره هڅې پیل کړیدي.))

د ازرې ولسوال حمیدالله حمید هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي ،چې دا د یوې ترکي کمپنۍ قراردادي الوتکه وه ،چې نړیوالو ځواکونو ته يې اکمالات رسول ،د ده په وینا الوتکه په سیمه کې روغه پاته شوې او افغان امنیتي ارګانونه هم د الوتکې سیمې ته رسیدلي دي، خو د ولایت مقام ویاند په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه او ويې ویل ،چې دموضوع پوره جزیات به وروسته په ډاګه شي.وسلوالو طالبانو تر دې مهاله رسنیو ته دیادې چورلکې او دهغې د نیول شوې عملي په اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG