د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې شیعه ګان د انتخاباتو نه ویره لري


درویټرز خبري اژانس په دې راپور کې راغلي ،که څه هم مولانا احمد لدهیانوی د انتخاباتو د کمپاین پرمهال د نورو سیاست واالو په څیر د ولس د ستونزو دهوارولو ژمنې کوي خو شیعه ګان ویریږي چې که نوموړی پارلیمان ته لاړ شي نو د شیعه ګانو خلاف کاروایانې به یې لا نورې زیاتې شي.

دا رپورټ وايي مولانا لدهیانوي د پنجاب د جهنګ سیمې نه انتخاباتو ته ولاړ دی، دې سیمه کې د ۱۹۸۰ مې په لسیزه کې دتشدد لړۍ شورو شوه. دلته اول د شیعه ګانو خلاف د سپاه صحابه په نوم سخت دریځه مذهبي ډله جوړه شوه، بیا ترې د لشکر جهنګوي په نوم یوه ډله جدا شوه چې په دې ورستیو کې یې په کوټه کې د څه باندې ۲۰۰ شیعه ګانو دوژنې پړه هم منلې ده. دا راز د ترهګرۍ په ګڼ شمیر نورو پیښو کې هم لاس لري چې د امریکا او نړیوال فشار له وجې پرې پاکستان بندیز لګولی دی.

په راپور کې وړاندې راغلي په لشکر جهنګوي د بندیز نه وروسته دې ډلې صرف نوم بدل کړو یعنې اوس د اهل سنت والجاعت په نامه خپلې هلې ځلې کوي چې مشرۍ یې مولانا احمد لدهیانوي کوي. نوموړی وايي چې په انتخاباتو کې کامیاب شي نو بیا به خپل غږ په مؤثره توګه پورته کولې شي. خو امنیتي ادارې دا نظر لري چې مولانا لدهیانوی د شیعه ګانو خلاف سخت دریځ لرونکي خلکو کې شامل دی.

درویټرز دا رپورټ زیاتوي د پاکستان پوځي استخباراتي ادارو په تیر وخت کې دخپلې سیاسي ایجنډې لپاره د مذهبي سیاسي ډلو ملاتړ کړې دی. خو دپوځ موجوده مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني تر ډېره حده خپله اداره د سیاست نه لرې ساتلې او په وار وار یې وېلي چې راتلونکي انتخابات به منصفانه او شفاف وي.

دې رپورټ کې ویل شوي که څه هم مولانا احمد لدهیانوي د خپل کمپاین پرمهال وايي د خپل ولس د مشکلاتو ختمولو او د هېواد د پرمختګ لپاره به کار کوي خو په کراچۍ کې د اهل سنت والجماعت یو امیدوار اورنګزیب فاروقي رویټرز ته وېلي دوی دا ایجنډا لري چې شیعه ګان به د هېواد دمهمو چوکیو نه لرې کوي او مذهبي هلې ځلې به یې محدود کوي.

درویټرز ددې رپورټ ترمخه مولانا احمد لدهیانوي په تیرو انتخاباتو کې ۴۵۰۰۰ ووټونه اخیستي وو او په دویم نمبر راغلې و، په اول نمبر شیخ وقاص راغلې و چې دا وار په انتخاباتو کې برخه نه اخلي نو دا راز د مولانا لدهیانوي د کامیابیدلو امکانات ډېر دي. خو د جهنګ ضلعې یو ځايي شیعه رضا حسین وايي که مولانا لدهیانوی بریالي شي نو نور هیڅ نشي کولې خو ترهه ګرۍ ته به لا نوره وده ورکړي. دا راز د دفاعي چارو کارپوهه عامر رانا هم وايي که نوموړې انتخاباتو کې کامیاب شي نو دا به ډېره دخطرې خبره وي ځکه چې بیا به هغه خپلو هلو ځلو ته سیاسي رنګ ورکوي.
XS
SM
MD
LG