د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان : پاکستان دې دګوشتې دروازه لرې کړي




د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا د پاکستان له حکومته غوښتي چې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ډېورنډ پر کرښه جوړه شوې دروازه ژر تر ژره لري کړي.

د وزارت ویاند جانان موسا زي د اتوار په ورځ یوې خبري غونډي ته د وینا پر وخت وویل، افغان حکومت په دې برخه کې له پاکستاني لوری سره په اړیکه کې دی چې دا ور لرې کړي.

په دې لړ کې یو پلاوی هم پاکستان ته تللی وو او اسلام اباد سلا شوی و چې دا دروازه به لرې کړي خو لا یې څه ګام نه دی اخیستی.

بل پلو دننګرهار یو شمیر مشرانو او سیاسي څیرو د ننګرهار د والي ګل اغا شیرزي پر ضد په مظاهرو کې هم دا خبره پورته کړېده چې ولې نوموړي د پاکستان له خوا دګوشتې په سرحد د دروازې د ودرولو خلاف یې جدي اقدامات نه دي کړي.


XS
SM
MD
LG