د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپېښور اوجلال اباد فرهنګیان خپلې فرهنګې څېرې ستايي


دارواښاد صاحب شا صابر په یاد کې غونډه
دارواښاد صاحب شا صابر په یاد کې غونډه

د پېښور او جلال اباد ځينو فرهنګي ملګرو په دې وروستيو کې د وتليو پښتنو څېرو د نازولو او ددوی تر مينځ د اړيکو پياوړي کولو په موخه د کلتوري پروګرامونو يوه لړۍ پيل کړې ده.

په دې لړ کې د روانې مياشتې په لومړيو کې د نوموړي پښتون شاعر او نقاد ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر په ياد کې په پېښور کې يوه غونډه وشوه، چې پکې د نوموړي په ژوند او فن خبرې وشوې او يو شمېر غزلونه يې له موسيقۍ سره واورول شول.

د دغه پروګرام له تنظيموونکو څخه يو تن پېژندل شوی سندرغاړی کرن خان وايي چې، د خپل دغه کوشش هدف يې د ډاکټر صابر له کورنۍ سره مالي مرسته کول وو:

((موږ سوچ وکړو چې د پښتني ادب د دغه ستر استاد ډاکټر صاحب شاه صابر په وياړ يو ماښامی راجوړ کړو. ګڼ شمېر خلک ورته راغلل او زموږ دغه هڅه يې وستايله. په دغه ماښامي کې د صابر صيب د ويل شويو غزلونو آډيو البم او هم يې ويډيو سي ډي، چې ډېر ژر به مارکيټ ته راشي، پيسې به يې د نوموړي کورنۍ ته ورکول کيږي. دغه راز زموږ د غونډې ګډونوالو د صابر صيب کتابونه او د هغه انځورونه، چې وتلي افغان انځورګر حمد الله ارباب جوړ کړي وو، هم واخيستل چې هغه پيسې مو وار له مخه د صابر صيب بچيانو ته رسولي دي. غواړو د خپلو دغو هڅو له لارې د ځوانو هنرمندانو توجه د صابر صيب په څېر د نوموړو شاعرانو او ليکوالانوقدرولو ته واړوو.))

حمد الله ارباب، څوک چې يو تکړه انځورګر دی او د افغانستان د کونړ له ولايت سره تعلق لري، هم د ډاکټر صاحب شاه صابر په وياړ د پېښور د غونډې په راجوړولو کې منډه ترړه ووهله.
نوموړی وايي، د پولې دواړه خواو ته مېشت پښتانه هنرمندان که چيرې لاسونه يو کړي نو ټولنې ته د قدر وړ خدمتونه کولی شي:

((د پښتني ټولنې له هرې شعبې سره تعلق لرونکی وګړی، که ملا دی، خان دی، او يا سندرغاړی او که انځورګر دی، د ټولنې پر وړاندې مسوليت لري او دغه مسوليت بايد د خپل هنر له لارې ادا کړي. د يو پښتون په حيث د يو بل مړي ژوندي ته بايد سړی ځان ورسوي، دوستانو سره ناستي جوړ شي، مختلف پروګرامونه وشي، که هغه په هره برخه کې وي. حکومتونه دې خپل سياستونه کوي، خو د عام ولس دغه وظيفه ده او په ځانګړې توګه له هنري شعبو سره چې کوم خلک تړاو لري، هغوی بايد د ورورګلوۍ خپلې اړيکې ژوندۍ وساتي.))

حمد الله ارباب په دې اند دی چې د لر او بر پښتنو مضبوطې اړيکې د سيمې د امنيت او ثبات په برخه کې هم ګټورې ثابتېدای شي.

((خلک پوهيږي چې زموږ کلتور، زموږ ناسته پاسته، دا ټول يو رنګ دي. ځينې مسالې له سياسي لارو نه شي حل کېدای. همدغه ټولنيزې هلې ځلې دي چې ثبات راولي او د خلکو په مينځ کې اعتماد پياوړی کيږي. لر او بر خو به يو خوا ته پېږدو، زموږ په خپلو کليو کې د خلکو تر مينځ بې اعتمادي دومره لوړې کچې ته رسېدلې ده چې دښمنۍ يې زېږولي دي. نو د پولې دواړه خوا ته د ولسونو تر مينځ اړيکې ډېرې موثرې دي، دې سره اعتماد پيدا کيږي. د اعتماد نه شتون د بد امنۍ د لاملونوڅخه يو لامل دی.))

سندرغاړی کرن خان بيا د نمانځغونډو د لړۍ پر مخ بېولو لپاره د پښتنو هنرمندانو او حکومتي ادارو مرستې اړينې بولي او وايي:

((موږ چې دغه تېره خپله غونډه وکړه، راجوړول يې ډېر ګران وو. ډېرو پيسو ته اړتيا لري. که غواړو چې د پروګرامونو دغه لړۍ په کاميایۍ سره پر مخ يوسو نو بايد ادبي ملګري او حکومتي ادارې راسره مرسته وکړي.))

د پېښور ورستۍ کلتوري غونډې ته ورته ناستي او انځوريز نندارتونونه په دې وروستيو کې په جلال اباد کې هم جوړ شوي دي. پښتانه فرهنګيان باور لري چې د لر او بر شريکو اقدارو له کبله دوی په اسانۍ کولای شي چې ګډې غونډې جوړې کړي او په ذريعه يې په لا پراخه توګه ولس د فرهنګي اتلانو له کار او فکره خبر کړي.
XS
SM
MD
LG