د لاسرسي ځای


خوست - په خوست کې ډیری هنرمندان او سندرغاړي په هغو سیمو کې په ودونو او د خوښیو په پروګرامونو کې ګډون کوي چې مرکزي موقعیت لري او د امنیت له اړخه څه نا څه ډاډمن دي او یا داسې سیمو ته مجلسونو له پاره ورځي چې خلک يې په دودیز ډول له هنري مجلسونو او پروګرامونو سره مینه لري.


هنرمندان د خپل هنر او جذابیت په مټ خلک په جوش او احساساتو راولي. د مجلس له ګرمېدو سره یو شمېر ګډونوال د ګډا له پاره ولاړېږي، لاسونه پړکوي او د پروګرام ټولې شېبې په ولولو او خوشالیو تیروي.

خو هنرمندان بیا هم له خپلو هنري فعالیتونو څخه پوره راضي نه دي. د دې حالت لاملونه دا دي چې په دې ځای کې په ټولیزه توګه د هنرمندانو د اقتصادي ژوندانه سطحه ښکته ده او بل لوري ته په ټولنه کې نالوستي او له پېړیو راهیسې یو ډول داسې مسلط فرهنګ چې خلک د هنرمند هنر خوښوي، خو فن ته يې د شرم په نظر ګوري، محتاج قشر يې بولي او د دوی شخصیت او موقف ته چندانې اهمیت نه ورکوي موجود دی.

نو له دې سره هنرمندان یو ډول د مایوسۍ او نهیلۍ احساس کوي.

د خوست سیمه ییز هنرمندان وايي، که چېرې حکومت د دوی د ژوندانه د ښه والي لوري ته پاملرنه وکړي او هنر ته د زړه له کومې په ارزښت قایل شي، نو له شک پرته دا احساس د ټولنې نورو افرادو ته هم انتقالېږي او خلک هم کرار، کرار هنر او هنرمند ته ارزښت ورکوي او د هنر اړتیا او اغیز ته يې پام کېږي:

((زه شاعر سلیم ګل طلبګار یم، تر اوسه زما په لیدو چې هنرمند یم دولت هیڅ کار او کومک له هنرمندانو سره نه دی کړی. په نورو دولتونو کې هنرمندان له دولت سره رسمیات او معاشونه لري، استاد لري، معاون لري، رییس لري، په قدر او احترام محفلونو ته ځي او خلک ورته هنر مند وايي. زموږ د خوست په علاقه کې يې د خلکو څه چې د حکومت له طرفه يې هم قدر نشته، څوک ورته ډم وايي، څوک ډولکي ورته وايي او څوک يې شاعر بولي.))

د بختي جان پردیسي په نوم یو تن ځوان هنرمند هم د شاعر طلبګار په شان ګیله کوي چې په ټولنه کې يې د هنر پوره قدر نشته او په یو نیم مجلس کې ورته خلک په سپکو نومونو خطاب کوي او حکومت يې هم چندانې پوښتنه نه کوي:

((په خوست کې خو نور شرایط ډېر مزیدار دي، خو کله چې هنرمندان په خوست کې پروګرامونو ته ځي نو یو نیم ځای په کې داسې وي چې د هنرمندانو سره بد برخورد وشي او خلک ورته یو ډول بد نوم اخلي او قدر عزت يې و نه شي. له موږ سره خو اړوندې حکومتي ادارې تر اوسه څه مرستې نه دي کړي، خو خدای دې وکړي چې دوی هنرمندانو ته پام زیات شي .))

په خوست کې یو تن سیمه ییز شاعر اوسندرغاړی حاجي سید احمد خان چې د ژوندانه اوږده کالونه يې په هنر او موسیقۍ کې تېر شوي وايي، هنرمندان په رواني او جسماني لحاظ له فشارونو او ستونزو سره مخامخ دي، سره له دې چې هنرمندان ټولنې ته ډېر خدمت کوي او د ټولنې سترګې بلل کېږي. خو په اوسني وخت کې دې سترګو ته خاورې ور اچول کېږي او اړوندې ادارې هم د هنر او هنرمند خیال نه ساتي:

((کوم هیوادونه چې ما لیدلي په هغه کې د هنرمند ژوند له نورو خلکو سره برابر دی. مګر په افغانستان کې د هنرمند ژوند ساتلی نه دی، محفوظ نه دی. هنرمند هر وخت له فشار او تهدید سره مخامخ دی او له داسې حالت سره مخامخ دی که چېرې دی ډېر تکړه هنرمند هم وي، خلک ورته وايي ته اخوا شه، ته ډم يې ته تبله مار يې، ته هغه يې، ته دغه يې. هنرمند په دې ټولنه کې ډېر خفه دی، هنرمند ټولنې ته ډېر خدمت کوي، هنرمند د ټولنې سترګې دي، مګر دې سترګو ته خاورې ور اچول کېږي .))

د شاعر او لیکوال رفیع الله زیار له نظره په ټولنه کې هنر او موسیقي هغه مهال ډېر اغېز پیدا کوي، د هنریت او ادب لحاظ په کې ساتل شوی وي.

د ده په وینا، که چېرې هنرمند څه نا څه زده کړې وکړي او معیاري شعر او موسیقي انتخاب کړي نو خلک ورته د قدر په نظر ګوري:

((په ټولنه کې د موسیقۍ او هنر اغېز ډېر زیات دی. خو هغه وخت چې کله موسیقي او هنر په یو داسې چوکاټ کې وي، واقعاً د هنر بڼه ولري. که چېرې هنرمند پوره تجربه ولري، زده کړې تر لاسه کړي او له بلې خوا داسې شعر انتخاب کړي چې هغه په ریښتیا شعر وي، نو بیا په هنر کې د بې قدرۍ پوښتنه نه پیدا کېږي او دلته د دې خبرې ډېرې بېلګې شته .))

د یادونې وړ ده، که څه هم په خوست کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین د هنرمندانو د هنري فعالیتونو د اجرا له پاره د یو شمېر اجرااتو او فعالیتونو یادونه کوي، خو په ټولیز ډول کتونکي په خوست کې د هنر او موسیقۍ په سمبالښت او د هنرمندانو د غوښتنو او اړتیاوو ته په رسېده ګي کې مسوولې ادارې په سختې نا پامۍ تورنوي.
XS
SM
MD
LG