د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې ځینې ګوندونه انتخاباتي کیمپېن نه شي کولای



کراچۍ - که یوې خوا ته په پاکستان کې سږنیو ټولټاکنو ته یو څو هفتې پاتې دي نو بلې خوا ته د پاکستان تر ټولو لوی صنعتي، کاروباري او د څه د پاسه دوه کروړه انسانانو په ښار کراچۍ کې د راتلونکو ټولټاکنو له پاره ترسره کیدونکې هلې ځلې لاهم د نور کله په شان تیزې او توندې نه دې پيل شوې.


د ښار له لانډي سېمې څخه د عوامي نیشنل ګوند په ټکټ سند اسمبلۍ ته کاندید امان الله محسود وایي، د دوه زره اتم زیږیز کال په ټاکنو کې دوی له ټاکنو مخکې ترسره کېدونکې هلې ځلې د اوس په پرتله څو چنده زیاتې وې.

امان الله محسود پخپله د قبایلي سېمې جنوبي وزیرستان سره تعلق لري او د تیرې اوږدې مودې راهسې په کراچۍ کې استوګن دی.

نوموړي په تېرو ټاکنو د کراچۍ له یو سل او اته ویشتمې حلقې څخه سېند اسمبلۍ ته کامیاب شوی وو.

د سږنیو ټاکنو له پاره د تر سره کېدونکي انتخاباتي کیمپېن په اړه نوموړی وایي:

((په کراچۍ کې موږ ته کیمپېن چلولو کې مسلې دي. موږ چې کوم ځای ته د انتخاباتي مهم په سلسله کې ځو، نو دا ګورو چې هلته څوک پر موټر سایکل را نه شي او یا هلته بمي حمله و نه کړي. په همدې حلقه د نورو ګوندونو کاندیدانو بیا دا مسلې نشته.))

له همدې حلقې څخه د یو شمېر نورو ګوندونو استازي راتلونکو ټولټاکنو ته کاندیدان دي.
خو د دې له جملې څخه یوازې د پیپلز ګوند کاندید شاهجهان او د ایم کیو ایم ګوند کاندید سردارخان ورته شکایتونه لري.

د مذهبي ګوندونو کاندیدان بیا وایي، دوی ته د ټاکنو په کیمپېن کې ستونزې نشته.

له یادې حلقې څخه د جمیعت علمای اسلام ف ډلې کاندید احسان الله وایي:

((په دې حلقه کې تر اوسه موږ د انتخاباتي مهم په دوران کې څه مشکلات مخې ته نه دي راغلي.))

د کراچۍ د پولیسو چارواکي وایي، د پاکستان د نورو برخو په څېر په کراچۍ کې هم د کیڼ اړخو ګوندونو کاندیدانو ته په کیمپېن چلولو کې مشکلات دي.

د سېند صوبې د داخله محکمې سلا کار شریف الدین مېمن مشال راډیو ته ویلي، د تحریک طالبان پاکستان له خوا د ګواښونو او حیدراباد کې د راتلونکو ټاکنو له پاره د کاندید شوي تن تر وژنې وروسته دوی کاندیدانو د تحفظ له پاره یو شمېر ګامونه پورته کړي دي.

((د تحریک طالبان پاکستان له خوا چې کوم ګواښونه سیاسي ګوندونو ته ورکړل شوي دي هغه زموږ له پاره چلینج دی. په کراچۍ کې زیاتره وخت وسله وال طالبانو د نورو ناقانونه ګوندونو له لارې خپل اهداف ترسره کوي او په دې ټولو شیانو زموږ نظر دی. موږ په دې اړه سخت انتظامات کړي دي.))


نوموړي زیاته کړه، په کراچۍ کې راتلونکو ټولټاکنو له پاره څلور زره د رایې ورکونې ځایونه یا پولېنګ سټېشنې جوړېږي.

په دغو سټېشنونو کې سم په نیمه یانې دوه زره سټېشنونه حساس ګرځول شوي دي.

یاده دې وي د روانې میاشتې پر یولسمه نېټه د سېند صوبې په دویم لوی ښار حیدراباد کې د ایم کیو ایم ډلې انتخاباتي امیدوار فخر الاسلام وژل شوی وژل شوی وو، د هغه د وژنې پړه وسله والو طالبانو منلې وه.
XS
SM
MD
LG