د لاسرسي ځای

تازه خبر

په وردګو کې د حزب اسلامي قوماندان وژل شوی دی



میدان ښار - افغان چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په ميدان وردګو کې د حزب اسلامي د ډلې يو سيمه ييز قومندان او د هغه جنګيالی وژلي دی، دوی وايي وروسته د دواړو غاړو تر منځ نښته هم شوې ده.


نښته پرون د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې شوې.

چارواکي وايي، طالب وسله والو د دغې ولسوالۍ په دوکانک سيمه کې د حزب اسلامي يو قومندان ته ماين ايښی وو، او پر هغه يې ور چولی دی، چې ورسته د دواړو غاړو تر منځ نښته هم شوې ده.

دوی وايي، په چاودنه کې د حزب اسلامي قومندان او د هغه يو جنګيالی وژل شوي دي. خو د نښتې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې شمېره نه ده ورته مالومه.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی د حزب اسلامي د وژل شوي قومندان نوم خان جي ښيي.

((د نرخ ولسوالۍ په په دوکانک سيمه کې وسله والو طالبانو د خان جي په نامه د حزب اسلامي يو قومندان ته ماين ايښی وو، چې په نتېجه کې يې دغه قومندان وژل شوی او د حزب اسلامي يو بل غړی هم ورسره وژل شوی دی، نښته پای ته رسېدلي او د تلفاتو مالومات يې نه لرو.))

خو طالبان بيا وايي، د سيمه ييزو پوليسو قومندان يې وژلی دی.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي وايي چې، ملګرو يې په نرخ ولسوالۍ کې د خان جي په نامه د سيمه ييزو پوليس قومندان او د هغه يو ملګری ور وژلي دي.

د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو او حزب اسلامي، ښه نه سره اېسي او وخت نا وخته يې تر منځ د نښتو راپورونه را رسېږي.
XS
SM
MD
LG