د امريکا په باسټن ښار کې په مېراتان لوبه کې په بمي چاودنو تورن دويم کس نيول شوی او د پوليسو په ولکه کې دی.
تر دې وروسته، د امريکا ولسمشر باراک اوباما ويلي دي چې د دغه ويرجنې پېښې يو مهم باب بند کړل شوی دی:
((باسټن پوليسو ، ایالتي پوليسو او ځايي پوليسو په تېرو پینځو ورځو کې په زړورۍ او پېشه ورانه توګه ځوابي کار روايي کړې. او د دوی په عزم او هلو ځلو باندې د دغه ويرجنې پېښې باب بند کړل شوی))
د لادرکه شوی مشکوکه تن جوهر سارنایف د نيولو خبر د خالي (شنبې) پر ورځ تر هغې وروسته مخې ته راغلی چې د پوليسو له خوا د لټون عملياتو دوران د باسټن په شا و خوا سيمو کې د بمي چاودنو او ډزو اوازونه اورېدل شوي.
پوليس وايي دغه مشکوکه تن د يو کور په انګړ کې په ودرول شوې کښتۍ کې پټ شوی وو. تر دې وړاندې د باسټن پوليسو د سیمې له خلکو غوښتنه کړې وه چې د عملياتو دوران د کورونو دننه پاتې شي.
دويم مشکوکه کس له پوليسو سره په ډزو وژل شوی .وژل شوى کس د جوهر سارنایف ورور تيمور نومېږي.
په باسټن کې د ګل (دوشنبې) پر ورځ په دوو بمي چاودنو کې درې کسان وژل شوي او ۱۷۶ ژوبل شوي ول.