د لاسرسي ځای

امریکا کې د چاودنو په تور دویم مشکوک کس نیول شوی



واشنګټن - د امريکا په باسټن ښار کې په مېراتان لوبه کې په بمي چاودنو تورن دويم کس نيول شوی او د پوليسو په ولکه کې دی.


تر دې وروسته، د امريکا ولسمشر باراک اوباما ويلي دي چې د دغه ويرجنې پېښې يو مهم باب بند کړل شوی دی:

((باسټن پوليسو ، ایالتي پوليسو او ځايي پوليسو په تېرو پینځو ورځو کې په زړورۍ او پېشه ورانه توګه ځوابي کار روايي کړې. او د دوی په عزم او هلو ځلو باندې د دغه ويرجنې پېښې باب بند کړل شوی.))

د لادرکه شوی مشکوکه تن جوهر سارنایف د نيولو خبر د خالي (شنبې) پر ورځ تر هغې وروسته مخې ته راغلی چې د پوليسو له خوا د لټون عملياتو دوران د باسټن په شا و خوا سيمو کې د بمي چاودنو او ډزو اوازونه اورېدل شوي.

پوليس وايي دغه مشکوکه تن د يو کور په انګړ کې په ودرول شوې کښتۍ کې پټ شوی وو. تر دې وړاندې د باسټن پوليسو د سیمې له خلکو غوښتنه کړې وه چې د عملياتو دوران د کورونو دننه پاتې شي.

دويم مشکوکه کس له پوليسو سره په ډزو وژل شوی .وژل شوى کس د جوهر سارنایف ورور تيمور نومېږي.

په باسټن کې د ګل (دوشنبې) پر ورځ په دوو بمي چاودنو کې درې کسان وژل شوي او ۱۷۶ ژوبل شوي ول.

د یو بل خبر تر مخې د باسټن مېرتان تر بمي چاودنو وروسته د امريکا او روس ولسمشرانو د ترهګرۍ ضد همکارۍ جاري ساتلو ژمنه کړې.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما له خپل روسي سیال ولادمير پوټن سره د جمعې په ورځ خبرو کې د باسټن تر بمي چاودنو وروسته د روسیې له خوا د ترهګرۍ ضد په مرسته مننه وکړه.

د سپينې ماڼۍ د بيان تر مخې پوټن د باسټن په چاودنو د خپګان څرګندونه کړې او دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ د مخنيوي او د امنيت د قيام له پاره به همکاري جاري ساتي.
XS
SM
MD
LG