د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلزله ځپلي لا هم تر شنه اسمان لاندې ژوند تيروي



خدای نور ناصر

د پاکستان او ایران پر پوله پرته د بلوچستان په زلزله ځپلې ماشکېل سیمه کې ځايي اوسېدونکي وايي؛ لا هم ورته هیڅ قسم مرستې نه دي رسېدلې. او په سخته ګرمۍ کې ورته د څښاک د اوبو نشتوالي هم له ستونځو سره مخامخ کړي دي.


د ماشکېل سیمې يوه اوسېدونکي مشال راډيو ته وویل:

((دلته چې کوم صورت حال دی، هغه تاسو خپله هم وينئ. واړه واړه ماشومان لمرو ته پراته دي. ټول سپين ږيري او مېرمنې ژاړي، او هیڅ څوک مو پوښتنه نه کوي. موږ ټول په خپلو هلو ځلو لا هم دلته ژوند تېروو))

که څه هم د حکومت له خوا د زلزلې له لومړۍ ورځې راهیسې دا ادعاوې کېږي، چې زلزله ځپلو ته يې هر قسم مرستې ور استولې، خو د سیمې وګړي وايي؛ تردوي هیڅ هم رسېدلي نه دي؛. د ماشکېل يو بل اوسېدونکی بیا د رسنیو له لارې له ټولې نړۍ او ټول هيواده د له دوي سره د مرستو خواست کوي.

((موږ هیله من يو چې زموږ دا خبرې به تاسو تر ټولې نړۍ ورسوئ. زموږ د هیواد له ټولو وګړيو له سپين ږيريو، له هر واړه او ځوان ته مو خواست دا دی، چې هر يو موږ ته کومک او مرستې راولېږي))

له دې سره چې د سیمې وګړې په بیا بیا وايي؛ مرستې ورته نه دي رسېدلې. خو د بلوچستان صوبايي حکومت او مرکزي حکومت له خوا رسنیو ته په لېږل شويو خبرپاڼو کې په بیا بیا ویل شوي، د پاکستاني پوځ، ملیشه ځواکونو، صوبايي او مرکزي حکومتونو له لوري له زلزله ځپلو سره مرستې روانې دي.

هلته بیا د پاکستان له ايوان صدر څخه په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، صدر آصف علي زرداري په چارواکو ږغ کړی، چې له زلزله ځپلو سره دي هرقسم مرستې ژر تر ژره وشي، او هم يې په ياده زلزله کې د وژل شوي کس کورنۍ ته پنځه لکه او د ټپي لپاره د يولک کلدارو نغدي مرستو اعلان کړی دی.

د یادولو وړ ده چې د روانې مياشتې په ۱۶ نېټه په ایران پاکستان او ګاونډي هيوادونو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله يې د بلوچستان په ماشکېل سیمه کې اړولې وه.
XS
SM
MD
LG