د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ګوزڼ کمپېن جاج اخیستل کېږي



رابعه اکرم
د ګوزڼ مخنيوي لپاره د نړيوالې ادارې دې انډيپنډنټ مانيټرنګ بورډ سیکرېټری پال ريوټر د پاکستان په دوره دی، چې مقصد يې په دغه هېواد کې د ګوزڼ مخنيوي پروګرام جاج اخيستل دي.


په پاکستان کې د روغتیا نړيوالې ادارې ډبليو ايچ او د مخنيوي څانګې مشر ډاکټر مفتي زبير مشال راډيو ته وويل، چې د ٢٠١٢ م په اکتوبر میاشت دې انډيپنډنټ مانيټرینګ بورډ يوغونډه شوې وه او دوی د روغتیا نړیوالې ادارې ته سپارښتنه کړې وه، چې د پاکستان پشمول په کومو دريو ملکونو کې چې د ګوزڼ وائرس موجود دی نو دا د خلکو په مرسته له ګوزڼه پاک هم ګرځېدلی شي.

د نوموړي په وينا چې په دغه شالید کې په پاکستان هم څه د سفري اصولو پابندي لګيدلی شي.

(( موږ سپارښتنې کړې وې چې له ګوزڼ وایرسه د خلاصېدو لپاره په کار ده چې، پر هغه مسافرانو چې له پاکستان ، افغاستان او نايجيريا نه وځي، هغوی ته باید د ګوزڼ وېکسین ورکول شوی وي. نو راروانه مياشت کې چې کوم د روغتیا نړېوالې ادارې غونډه جوړېږي نو په هغه کې به پر دې سپارښتونو غور کيږي او د دې خبرې امکان دی چې د پاکستان پشمول افغاستان او په نايجيريا کې به دا پابندي ولګېږي))

مشال راډيو په دې حقله د ګوزڼ د مخنيوي قامي پروګرام مشر ډاکټر الطاف بوسن نه وپوښتل نو نوموړي وويل چې د ګوزڼ پروګرام په ښه ټوګه پر مخ روان دی. دی زياتوي چې:

((د دغه استازي د راتلو مقصد صرف دومره دی چې موجوده وخت کې د امنیتي مسلې جائزه واخلي. او دا به ګوري چې د ګوزڼ قامي ايمرجنسۍ پروګرام دا وخت څنګه نافذ کړل شوی دی. نو زموږ د ګوزڼ ډلې په هر ځای کې د دغه استازي مرستې کوي او کوم چې سفري پابنديو خبره ده نو هغه به دوی ګوزڼ پروګرام کارکردګې ته ګوري، نو زه ويلی شم چې د خيبر پښتونخوا نه پرته نور ټول ملک کې کارکردګي ښه ده))

د صحت د چارو تجزيه کار ډاکټر نوران اپرېدي مشال راډيو ته وويل، چې د ګوزڼ د مخنيوي پروګرام کاميابولو لپاره په کار ده چې خلکو تحفظات دې لرې کړل شي.

((دا کوم واکمن چې نن د پاکستان په دوره دي، پکار ده چې دا د پاکستان حکومتي چارواکو سره کېني ، او د هغه قوتونه او د هغه خلکو چې قبايلي سيمو کې دې يا بندوبستي سيمو کې، موقف يې واوري ، چې څۀ تحفظات دي هغه دې لرې کړل شي او هغوی دې په خپل مشاورت کې شامل کړي، او هم د هغې په مرسته دې ګوزڼ ختمولو لپاره يو کمپاین وچلوي))

د ډاکټر نوران اپرېدي له وينا سره سم که په دغه سلسله عمل وکړل شو نو پاکستان به هم د نورو ملکونو په شان له ګوزڼ وائرسه پاک شي او څه قسمه پيښې به مخې ته نه راځي.
XS
SM
MD
LG