د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرانشاه کې بمباریو ولسي وګړي وژلي



عمر دراز وزير

د شمالي وزېرستان ځایې خلکو مشال راډيو ته وویل، چې د شورو ورځې ماښام امنیتي ځواکونو په مېرانشاه بازار کې دننه او خوا وشا سیمو کې د جنګي هېلی کاپټرو بمباري کړي او د توپ ګولې اورولې دي، چې زیاتره د ولسي وګړو پر کورونو، مارکېټونو او د ګاډو بارګېنونو پریوتې دي.


د ځایې خلکو په وینا په دغه بمباري کې تر شلو ولسي وګړي ژوبل شوي دي، او د یو پټرول پمپ په ګډون په موټر بارګېنونو کې یې ګڼ موټران سوځولي دي.

په مېرانشاه کې یوه سرکاري چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته د ژوبل شوو ولسي وګړو شمېر اولس (۱۷) ښودلې ده، او د مېرانشاه هسپتال یو ډاکټر هم د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وویل ۱۳ ژوبل شوي کسان روغتون ته وروړل شوي دي، چې یوه یې په کې ژوند له لاسه ورکړو، دوی وویل په ژوبل شوو کې ۵ مېرمنې او درې ماشومان هم شامل دي.

د ځایې خلکو په وېنا د پنجشمبي په سهار هم امنیتي ځواکونو د مېرعلي په لویدیځ ایدک کلي کې بمباري وکړه او یو شمېر ځایونه یې په نښه کړل، د استخباراتي ادارې یو چارواکي مشال ته وویل، ۵ کسان په دغه بمباري کې وژل شوي او اته ۸ نور ژوبل شوي، چې په کې درې وسله وال هم شامل دي.

د شمالي وزېرستان ځایې خبرېال حاجی پزېر ګل مشال راډيو ته وویل امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ دوه ساعته نښته روانه وه او ګولۍ اورېدلې چې یوه ګوله یې په کور راپرېوته او لوڼه یې ژوبلې شوې دي. نوموړي وویل تر شلو ولسي وګړي په بېلا بلو کورونو کې ژوبل شوي دي.

د سیمې یو مشر ملک عبدالله مشال راډيو ته وویل خلک له ډېرو مشکلاتو سره مخامخ دي:

(( یو قیامت تېر شو او هر طرف ته ډزې وې، خلک په منډو وو، موږ په کورونو کې ایسار یو او هېچا ژوبل کسان روغتون ته نه شوای رسولی.ځکه چې امنیتي ځواکونو ډزې کولې او هېڅوک یې هم بهر تلو ته نه پرېږدلو))

مشال راډيو په سیمه کې د موجودو امنیتي ځواکونو اعلا چارواکو سره د تماس نیولو هڅه وکړه خو برېالي نه شول.

یاده دې وي چې دغه بمباري په داسي حال کې شوې چې د سې شنبې په ماښام وسله والو مېرانشاه غلام خان سړک باندې د پاکستان پوځ انجینېیرینګ شعبي د کارکونکو پر یو ګاډي له بارودو ډک ګاډۍ په چاودنه الوځولی وو چې په کې ۸ اهلکار وزل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي ول، د هغې پېښې پړه مجاهدین انصار نومې ډلې پرغاړهاآخیستي وه.
XS
SM
MD
LG