د لاسرسي ځای


سيدشاه سقيم

بريد تېره شپه ناوخته د شيلګر په ګنډهېر سيمه کې د ولسي پاڅون پر يوه پوسته شوی، چې له امله يې ديارلس تنه پاڅون کوونکي وژل شوي دي.


له سيمې څخه د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، د ولسي پاڅون جنګيالي په يوه پخوانۍ کلا کې ويده وو، چې طالب وسله والو ورباندې ناڅاپي بريد کړی دی.

د ولسي پاڅون مشر فيضان الله فيضان هم پېښه تاييدوي او وايي، تر اوسه پورې دوی د ديارلسو تنو پاڅون کوونکيو په وژل کېدو خبر شوي دي. خو وايي، اوس لا هم مالومات بشپړ شوي نه دي.

"تقريبآ ديارلس تنه يې شهيدان کړي دي، پاڅون کوونکي په يوه کلا کې وو، چې طالبانو حمله ورباندې کړې ده. تر پلټنو وروسته به د پېښې په اړه وروستي کره مالومات څرګند شي."

د بريد مسووليت طالب وسله وال مني.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي، چې په دغه بريد کې يې پنځلس تنه پاڅون کوونکي وژلي او وسلې يې ورڅخه وړې دي.

په شيلګر کې د ولسي پاڅون په قيام کال اوړي چې په پايله کې يې د اندړو ولسوالۍ لسګونه کلي له وسله والو پاک شوي، تړلي ښوونځي او روغتونونه پرانيستل شوي او د ميري سلګونه دوکاندارانو بېرته خپل کارونه پيل کړي دي.

د پاڅون له پيل راهيسې پر پاڅون کوونکيو ګڼ شمېر بريدونه شوي، خو دومره مرګ ژوبله کله ورته نه ده اوښتې.
XS
SM
MD
LG