د لاسرسي ځای

تازه خبر

تکساس چاودنې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې



په ټکساس کې چارواکي اټکل کوي، چې د کیمیاوي سرې په یوې فابریکې کې به سترې چاودنې له پنځو تر پنځلس تنو پورې وژلي وي.


دا چاودنه پرون د ویکو ښار ته نژدې وشوه. د دې ښار د پولیسو مشر ولیم سوانټن خبریالانو ته نن وویل چې تر یو سل او شپیته ډیر کسان تر اوسه ټپیان شوې دي.

دا چاودنه چې پرون د ویکو ښار شمال ته په نژدې دوه دیرش کیلومترۍ کې وشوه، علت یې لاهم نه دی څرګند شوی، خو د پولیسو افسر سوانټن وویل، تر هغو چې تحقیقات بشپړیږي، پیښې ته به د جنایي عمل په سترګه کتل کیږي:

(د اوریدو له مخې ټولې نښې دا څرګندوي چې دا پیښه د اور د لګیدو له امله شوې ده. که څه هم د دې پیښې تحقیق کوونکي تر اوسه نه دې توانیدلي چې منځ ته ورشي او وګوري چې د اورلګیدو علت څه و، له کوم ځایه اور خپور شو، قصدا بل شوی که نه دی، هغوی لا نه پوهیږي)

د ویکو ښار ښاروال وویل، چې لږ تر لږه پنځوس کورونه نړیدلي دي خو د پیښې په ځای کې ټول دوه زره اته سوه اوسیدونکي ژغورل شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG