د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارزګان کې سړک جوړېږي


د افغانستان د فواید عامې وزارت نن په ارزګان ولایت کې د یوه شل کیلومتره سړک قرارداد لاسلیک کړ.


د دې څه باندې اته میلیونه ډالري تړون د لاسلیک په غونډه کې د فوایید عامې وزیر نجیب الله اوژن وویل چې تمه ده د ترنیکوت او دهراود ترمنځ دا سړک په اتو میاشتو کې پوخ شي:

دی وایي: ((دا تړون د فواید عامې او صداقت شرکت ترمنځ لاسلیک شو چې شاوخوا اته میلون ډالره ورباندې لګیږي او په اتو میاشتو کې یې کار خلاصیږي.
نقشه یې هم په نړیوال ستندرډ جوړه شوې ده.))

د یاد سړک قرارداد د افغان صداقت په نوم له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG