د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات کې ماین ښخوونکی ونیول شو



د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په هرات کې د څو مودې مخکې ماین ایښودنې په تور د یوه کس له نیولو خبر ورکوي.


د دې ادارې مطبوعاتي مسوولینو مشال راډیو ته ویلي چې دا کس د قاري خلیل په ډلې پورې تړلی و.

سرچینې زیاته کړې دا سړی د هرات ښاروالۍ مخې ته د ماین ایښودنې په تور چې څو تنه پکې وژل شوي وو نیول شوی دی او په لومړنیو تحقیقاتو کې یې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
ملي امنیت په یوه جلا راپور کې په پکتیا،پکتیکا،بغلان او بلخ ولایتونو کې درې سوه پنځوس کیلوګرامه چاودیدونکي مواد او یوه اندازه وسلې نیولي دي.

د ملي امنیت مطبوعاتي ادارې مسوولینو ویلي چې ددې وسلو او ناچاودیدلو موادو په کشف سره یې په یادو ولایتونو کې د څو مرګونو پیښو مخه نیولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG