د لاسرسي ځای



په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې د شنونکي کیسي ګیرېټ جانسن لیکنه خپره شوې ده. نوموړي د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې څلور کاله تېر کړي دي او هلته یې د حکومتدارۍ پیاوړي کولو له پاره کار کړی دی.


دی لیکي، په دې تېرو کالونو کې په افغانستان کې د امنیت چارو انتقال په لړ کې امریکا د محلي پولیسو جوړولو کار کړی دی. خو په تېرو میاشتو کې د غزني او کندهار ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې ځايي خلکو د یاغي ډلو پر ضد لښکرې جوړې کړې.

په لیکنه کې راغلي، د غزني او کندهار په ګډون د نورو جنوبي ولایتونو په هغو ولسوالیو کې چې د طالبانو پر ضد پاڅونونه شوي دي هلته پخوا هم محلي پولیسو هیڅ وجود نه درلود.

بلکې په تېرو درو لسیزو کې چې هلته ثبات او د قانون سرلوړي پاتې شوې هم ده نو یوازینی لامل یې د اسلامي عدالتي نظام موجودیت وو.

اصلاً دا عدالتي نظام د طالبانو تر غورځنګ مخکې لا فعال وو.

له دې داسې ښکاري چې هر کله یو بهرنی نظام په افغانستان کې عملي کېږي، نو دا تر اوږدې مودې نه پاتې کېږي او خلک بیرته خپلې زړې او باوري طریقې خپلوي.

دا بهرنی نظام د پولیسو یا حکومت دواړو په بڼو کې کېدای شي.

جانسن لیکي، په ۱۹۸۰ز لسیزې کې په کندهار کې د ټولو سیمو مرکزي عدالت یا محکمه د پاشمول په کلي کې وه. دا کلی د زنګ اباد سیند پر غاړه پروت دی او دا د یاغیانو پر ضد د اوسني پاڅون مرکز دی.

په دې کلي کې د عدالت مشر ملا قیوم پاسنی وو. دی پخپله د غزني وو. د ملا پاسني په محکمه کې به شریعت په سختۍ عملي کېده. دلته به په عادي ډول خلک په دورو وهل کېدل، د مرګ سزا به ورکول کېده او لاسونه به ترې غوڅېدل. خو پر دې سربېره عدالت ښه شهرت درلود چې د هیڅ چا پلوي نه کوي. د مثال په توګه هغه وخت هم په کې د مجاهدینو یو پیاوړی قوماندان سنګسار شوی وو.


په ۱۹۹۴ز کال کې چې کله طالبانو کندهار ښار ونیوه نو ملا پاسنی یې د مشر قاضي پر دندې پرېښود. دی تر ۲۰۰۱ز کال مشر قاضي وو او پاکستان ته په تېښته وو چې اېتلافي ځواکونو ونیوه. هغه وخت ملا قیوم پاسنی د کندهار پخواني والي ګل اغا شېرزي ته وسپارل شو.

په لیکنه کې راغلي، شېرزي د قاضي لاسونه ښکل کړي ول او دی یې خوشې کړی وو. څو میاشتې وروسته ملا پاسنی مړ شو. دا نه ده مالومه چې پخپله مړ شو که نه؟ ځینې خلک وايي چې د کندهار او چمن پر لویه لار ووژل شو.

خو خبره دا ده چې تر ۲۰۰۱ز کال وروسته هم د کندهار په ژړۍ او پنجوايي کې اسلامي عدالتونه بیا پیدا شول. په دې عدالتونو کې به دیني مشرانو د شخړو د هوارولو له پاره د منځګړو په توګه کار کاوه او هلته اسلامي عدالت ته خلکو درناوی درلود.

په لیکنه کې راغلي، تر ۱۹۷۸ز کال مخکې هم داسې نظام وو چې حکومت به په کلیو کې پخپله لاسوهنه نه کوله. حکومت به یوازې تر ولسوالیو محدوده وو او مسلې به قبایلي مشرانو هوارولې. کله به چې ولس له حکومت سره رابطه وکړه نو بیا به چارواکو مداخله کوله.

لیکنه زیاتوي، همدا ښايي تر ټولو ښه فارمولا وي چې حکومت په ځینو سیمو کې د همدې اسلامي محکمو اجازه ورکړي چې ورځنۍ مسلې حل کړي او له دې کار سره به د طالبانو یاغیتوب مخه هم ونیول شي.
XS
SM
MD
LG