د لاسرسي ځای


مجیب الرحمان انګار

د پاکستان پخوانی ولسمشر پرويز مشرف هغه وخت له محکمې وتښتیدو، چې قاضي د هغه د نیولو امر وکړ. داسلام اباد د یوه عدالت قاضي د پنجشنبې پر ورځ د نوموړي ضمانت منسوخ او پولیسو ته يې دهغه د نیولو امر وکړ، خو نوموړی د دې امر په اوریدو په منډه د عدالت له خونې ووت او دخپلو ساتونکیو په مرسته يې ځان تر خپله کوره ورساوه.


پرویز مشرف پر ۲۰۰۷ میلادي کال د سترې عدالت د مشر په ګډون شپيته تنه جګپوړي قاضیان له دندو ګوښه او په کورونو کې يې نظر بند کړي ول.

تیره اوونۍ عدالت نوموړي ته شپږ ورځې وخت ورکړ، خو همدا نن د زیارت پر ورځ چې د هغه د مقدمې اورېدنه بیا پيل شوه نو تر لنډ ځنډ وروسته د هغه د نیولو امر جاري شو.
عدالت څه باندې پنځه کاله وړاندې د مشرف له خوا د قاضیانو نیونه او نظربندي یو ناروا عمل او هغه يې مجرم بللی.

پرویز مشرف پر ۱۹۹۹ میلادي کال چې هغه وخت د پوځ لوی درستیز وو د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې د نوازشریف حکومت ړنګ کړ او واک يې په خپل لاس کې واخیست.

د واکمنۍ پرمهال هغه خپل سیاسي مخالفین بندیان کړل یا يې له هیواده بهر تګ ته اړیستل.

پر نوموړي تور دی، چې د واکمنۍ په موده کې يې ډيرځله قانون تر پښو لاندې کړی او دخپلې خوښې پریکړې يې کړې.

په پاکستان کې پولیس و عدالت د برحاله یا ریتاییېرډ (کورناستی) پوځي ګریوان ته لاس اچولو ته زړه نه شي ښه کولی، ځکه چې پوځ تل د دغسې خلکو پرضد سخت غبرګون ښوولی.
ښايي همدا لامل وي چې د قاضي د امر سره سره په عدالت کې موجودو پولیسو د مشرف له نیولو ډډه کړې، او هغه په تیښته بریالی شوی.

نوموړی لاهم لسګونه نیمه پوځي او شخصي ساتونکي لري. ځينې سرچینې وايي د دې هیواد زورورې استخباراتي ادارې دشخصي ساتونکیو په بڼه خپل خلک دهغه په ساتنه ګومارلي او دا په دې معنی ده چې دغه اداره په کلکه ترشا ولاړه ده.

پردې سربیره عدالت لا له وړاندې د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو او بلوڅ سیاستوال نواب اکبر خان بګټي د قتل په دوسیو کې د مشرف د نیولو حکم صادر کړی.

خو دابه وخت ثابته کړي، چې ملکي اداره زندان ته د یوه پخواني پوځي جنرال په لیږلو بریالۍ کیږي که څنګه.

د شنونکو په باور پوځ او ملکي اداره له سخت ازمیښت سره مخامخ شوې، ځکه چې نه خو د عدالت حکم ماتولی شي او نه هم د پوځ پخوانی مشر د یوه مجرم په توګه په زندان کې لیدلی شي.

د کتونکو په باور که مشرف مجرم وپيژندل شي نو دا به د پوځ لپاره یوه لویه بدنامي او سپکاوی وي. همدا لامل دی چې پوځ نه غواړي دغسې تور پرې ولګیږي.
XS
SM
MD
LG