د لاسرسي ځای

د بوسټن چاودنو مشکوک بریدګر ویډیو کې لیدل شوی



د امریکا وفاقي چارواکي او د بوسټن پولیس وايي د بوسټن د مراتن پر مهال رامنځ ته شوي خونړی چاودنو په تړاو کې یې هیڅ څوک نه دی نیولي او د رسنیو هغه رپوټونه یې رد کړل چې ګني کوم مشکوک تن په حراست کې دی.


خو قانون نافذوونکو سرچینو ویلي تحقیقات کوونکي په دې باور دي چې د امنیتي ویډیوګانو په ذریعه یې یو تن لیدلی چې د بمي چاودنو شک ورباندې کېږي.

په عین حال کې چارواکو وېلي، ولسمشر باراک اوباما ته لیکل شوی یو لیک یې نیولې چې په کې د ایف بي آی په وېنا د ابتدايي معاینې ترمخه رېسین نومې زهرجن پاوډر موجود وو. دا لیک د تیرې نهې په ورځ هغه مهال ونیول شو چې ایف بي آی یو امریکايي سېنېټر ته هم استول شوی دغه ډول یو لیک نیولی و.

ایف بي آی ویلي د بوسټن د پېښې او د دې خطونو ترمنځ د تړاو هیڅ نښې نشته.

د تیر ګل په ورځ د بوسټن په دغه چاودنو کې درې کسان وژل شوي او تر ۱۷۰ زیات ژوبل شوي وو.
XS
SM
MD
LG