د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا کې د ښځو تر ټولو لږرایې شمالي وزيرستان کې


عمردراز وزیر

د الېکشن کميشن آف پاکستان تازه شمېرې ترمخه د پاکستان په ټولو قباییلي سيمو کې رجسټرډ شوي ووټونو شمېره (۱۷۳۸۳۱۳) ښودل شوې، چې په کې (۱۱۴۲۲۳۴) نارینه او (۵۹۶۰۷۹) ښځې رجسټرډ ووټونه دي.


د الېکشن کميشن ترمخه قبايلي سيمو کې تر ټولو زيات رجسټرډ شوي ووټونه د باجوړ اېجنسي (۳۵۳۵۵۴) دي چې په کې د ښځود ووټونو شمېره (۱۳۲۳۶۶) ده. په دويم نمبر د ښځو زېات ووټونه په خېبر اېجنسۍ او درېم نمبر کرمه اېجنسۍ دي، چې په کې د ښځو ووټونه د يو يو لکو نه اوښتي دي، خو د الېکشن کميشن د شمېرې ترمخه شمالي وزيرستان چې ابادي يې تر پينځو لاکو اوښتې ده، دغلته ټول يو لاکه شپېته زره شپږ سوه شپږ شپېته (۱۶۰۶۶۶) ووټونه رجسټرډ شوي چې په کې د مېر منو ووټونو شمېره تر ټولو قباییلي سيمو کمه ده چې يوازې يولس زره اووه سوه او اووه(۱۱۷۰۷) ده.

په شمالي وزيرستان کې نادره دفتر په حساسه سيمه ټوچې سکاوټ سره نزدې جوړ شوی، چې عام خلک د شناختي کارډ ترلاسه کولو له پاره د څو قسمه امنيتي پوستو نه تېرېږي او تلاشي يې اخستل کېږي. نو ځکه ځايي خلک وايي دغلته څوک د تلو له پاره زړه نه ښه کوي او يوازې چې ډېر ضرورت يې وي نو هغه خلک شناختي کارډ جوړوي، دوی وايي ښځې دغلته بوتلل ډېره ګرانه وي، او یوازې هغه ښځې شناختي کارډ جوړوي چې د حج له پاره داخلي کوي.

په قباییلي سيمو نظر لرونکي د شمالي وزيرستان خبريال احسان داوړ دغلته د ښځو کم رجسټرډ شوي ووټونو څو قسمه وجوهات ښيي.

دی وايي((د ښارونو په شان دغلته موبایل سروس نه دی ورکړل شوی، چې کور په کور د مېر منو ووټونو رجسټرېشن وکړي يا شناختي کارډونه ورته جوړ کړي، ځکه چې د ووټ رجسټرېشن له پاره شناختي کارډ جوړول لازم دي، په سرکاري ډول څه داسې آګاهي مهم نه دی شوی چې خلک د ووټ يا شناختي کارډ له اهميته خبر کړي، بله دا کوم خلک چې د شناختي کارډ يا ووټ رجسټرېشن باندې کار کوې داسې کارونه وکړي چې خلکو ته آساني جوړه کړي. لهذا مذهبي انتهاپسندي يا قبایلي دودونه خنډ نه دی جوړ شوی بلکې د دولت سستي ده چې تر ټولو کم ووټونه به زما په خيال په شمالي وزېرستان کې اچول کېږي))

د نيم قبایلي سيمې اېف آر ډی آئی خان اوسېدونکے او عوامی نېشنل ګوند مرکزی نائب صدره کامله خان مياخېل وايي، په ټول ټاکنو کي د ښځو ووټ استعمال ډېر اهمېت لري او دوي آئيني حق لري، خو دغلته مېرمنې د ووټ استعمال نه محرومه کړې شوې دي.
نوموړې وايي((نيمې آبادۍ نه زياتې ښځې دي او مسائل هم زيات د ښځو دي، نو د ښځو زيات نه زيات شموليت پکار دی، په قبایلي سيمو کې تر اوسه خو د ښځو شناختي کارډ جوړول لويه مسئله وه او وزيرستان کې لا اوس هم ده، او ووټ استعمال له پاره د اګاهي ډېر ضرورت دی، او دغلته د شناختي کارډ دفترو بيا بيا چکرې لګول د ښځو له پاره لوی چېلنج دی، او بيا دغلته مذهبی توندروي او قباییلي روايات هم مخې ته راشي نو مېرمنې بيا د ووټ استعمال ته اهميت نه ورکوي او نه يې نارینه دې ته زړه ښه کوي))

د يادونې ده، چې شمالي وزيرستان کې ټول سرکاري دفترونو سره نزدې د سيکېورټي سخت انتظامات دي او په حساس ځايونو کې دې، چې ولس ته یې ورتللو کې ډېره ستونزه وي.
XS
SM
MD
LG