د لاسرسي ځای


سید شاه سقیم

په زابل کې د فوټبال د لوبې دغه پيل شوی ټونمنټ د ستوري د جام په نوم دی، او ټاکل شوې چې شل ورځې به دوام وکړي.


د زابل د سپورټ او بدني روزنې اميريت وايي، دغه سيالۍ د (پي بي جي ايف) په نوم يوه اداره تمويلوي، او دوی تمه ورته لري چې له پای ته رسېدو سره به يې زابل د فوټبال د لوبې د يوې غوره لوبډلې څښتن شي.

په سياليو کې د يوې برخه اخيستونکې لوبډلې مشر حاجي روح الله وايي، د دغسې لوبو کولو په پايله کې د ولايت د لوبغاړو تر منځ راشه درشه او همغږي زياتېږي او په دې سره يې تجربې هم سره شريکېږي.

دی وايي، يوه مياشت وروسته په کندهار کې د فوټبال د تکړه لوبغاړو د ټاکلو لپاره دغه ټورنمنټ پيل شوی چې له پای ته رسېدو سره به يې بيا دوی د کندهار سياليو ته خپل تکړه لوبغاړي وټاکي.

"تقريبآ يوه مياشت وروسته موږ د شنو لوبغاړو د ټاکلو لپاره په کندهار کې ټورنمنټ لرو، موږ اوس په دغه ټورنمنټ کې تکړه تکړه لوبغاړي مالوموو او بيا به يې د کندهار سياليو ته لېږو، سږ کال زموږ لوبغاړي ډېر تکړه شوي دي، او هر يو غواړي چې غوره لوبغاړی شي، نو هيله لرو چې شنو لوبغاړو ته به زموږ د لوبډلې ډېر لوبغاړي غوره شي."

د زابل د سپورټ او بدني روزنې امير محمد ويس عزيزي وايي، په دغو سياليو کې د فوټبال لس لوبډلې برخه اخلي او د تکړه لوبغاړو د غوراوي لپاره کېږي.

دی وايي، له دغسې سياليو سره به يې په ولايت کې د فوټبال لوبه ښه وده وکړي.
"دا د ستوري د جام په نامه ټورنمنټ دی، په دغه ټورنمټ کې د الف لسو لوبډلو برخه اخيستې ده، دغه ټورنمټ چې د لېګ په طريقه روان دی، د ځوانانو د تشويق او روزلو لپاره هم ډېر ګټور دی، خو اصلي خبره دا ده چې يوه مياشت وروسته په کندهار کې د لېګ برتر سيالۍ شروع کېږي او موږ هغو سيالو ته په دغه ټورنمټ کې خپل تکړه لوبغاړي غوره کوو."
د زابل په دغه ټونمنټ کې سيالې لوبډلې په دوو برخو وېشل شوې دي. چې په الف ډله کې يې اتحاد، اريانا، ځوانان، ترنک او نوبهار لوبډلې او په بې ډله کې بيا شېخ متي، اتفاق، نوا، استقامت او ثنايي لوبډلې له يو بل سره سيالي کوي.
XS
SM
MD
LG