د لاسرسي ځای

شینډنډ کې سړک غاړې چاودنې اووه تنه ووژل. څلور ژوبل




چارواکي وايي چې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې نن سهار د سړک د غاړې د ماین په یوې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اوه ملکي کسان ووژل شول او څلور نور ټپيان شول. د شینډنډ ولسوال عبدالحمید نورمشال راډیو ته وویل چې په پيښه کې د کوچیانو یو موټر په ماین ختلی دی.


د یو بل خبر له مخې د کابل د دارالمان په سیمه کې نن سهار یوه چاودنه و شوه چې د چارواکو په خبره تلفات یې نه درلودل خو شاوخوا ودانیو ته یې یو څه زیان واړوه .دا چاودنه د ملي شورا ودانۍ ته نږدې شوې ده.

د جوزجان څخه په یو خبر کې راغلي چې، د ملي اردو د دریو سرتیرو او د هغوی د یوه ډریور مړي نن په داسې حال کې وموندل شول چې سرونه یې پرې شوي وه.

په جوزجان کې د سرې میاشتې په کارکوونکو هم حمله شوې دوه روغتیايي کارکوونکي یې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

اخوا د پکتیا په څمکنۍ ولسوالۍ کې سلګونو خلکو نن د بهرنیو ځواکونو د تیرې شپې د هغو عملیاتو په غبرګون مظاهره وکړه چې چارواکي وايي، یو ملکي کس پکې وژل شوی او یوه ښځه پکې ټپي شوې.
XS
SM
MD
LG