د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پر اې اېن پي برید پر سوله او ترقي خوښو برید دی"




د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د عوامي نېشنل ګوند پر مشرانو، غلام احمد بلور او هارون بلور د ځانمرګي برید په کلکه وغانده.


ولسمشر حامد کرزي د دغه ترهګر برید په غندلو سره وویل چې دا برید پر داسې یوه سیاسي ګوند ترسره کیږي چې په سیمه کې د خان عبدالغفارخان په مشرۍ د عدم تشدد بنسټ ایښودونکی دی.

نوموړی وايي، د دا ډول بریدونو ترسره کول د هغو کسانو کار دی چې غواړي د ډیورند کرښې هغې غاړې ته پراته پښتانه له سیاسي او اجتماعي ډګر څخه ګوښه کړي.
نوموړي وویل، دا په څرګنده توګه د یو قوم پر ترقي، تعلیم او سوله غوښتونکو مشرانو باندې برید دی.

حامدکرزي وویل، د طالبانو دغه غیر انساني او غیر اسلامي اعمال چې د پردیو د اهدافو لپاره ترسره کیږي، د پښتنو له پرمختګ ، ترقۍ او با عزته ژوند سره دښمني ده.
حامدکرزي زیاته کړه: د ډیورند د کرښې هاخوا پښتانه او دې خوا ته د افغانستان ټول خلک له داسې یو دښمن سره مخامخ دي چې غواړي له یوې خوا د دوی ترقي غوښتونکي او نفوذ لرونکي قومي مشران، دیني علماء او نور ترقي غوښتونکي شخصیتونه له منځه یوسي او له بلې خوا د دوی حال او آینده نسلونه د جهالت په تیاروکې وساتي.

حامدکرزي وویل، څه موده وړاندې د ترقۍ او د سولې دښمنانو له ډیورند ها خوا د عوامي نېشنل پارټۍ لوړی پوړی غړی بشیر احمد بلور او په افغانستان کې د سولې د عالي شورا پخوانی رئیس استاد برهان الدین رباني شهید کړ.

ولسمشر حامد کرزي همدا راز وویل، چې د انسان او انسانیت دښمنانو په پاکستان کې د یو مترقي او سیاسي شخصیت بینظیر بوټو، په کوټه کې د هزاره وو او د افغانستان د کندوز او فراه په ولایتونو کې د خلکو په عام وژنه لاس پورې کړ چې د هغوی دغه اعمال ستر جنایت، خواشینونکې او د غور وړ پیښې دي.

ولسمشر وویل چې نړۍ باید د دا ډول بریدونو پر وړاندې چې د انسان او انسانیت پرخلاف ترسره کیږي، چوپه خوله پاته نه شي.

حامدکرزي، پرون شپه د نیشنل پارټۍ له مشر اسفندیار ولي خان او نن(شورو ورځ) له غلام احمد بلور سره چې په دغه برید کې ټپي شوی دی، ټلیفوني خبرې وکړې، د دغه برید د غندنې په ترڅ کې یې هغوی ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

افغانستان یو ځل بیا د پاکستان په دولت غږ کوي چې د تروریزم او افراطیت پرخلاف د مبارزې په برخه کې رښتینې او صمیمانه همکاري وکړي. افغانستان له خپله اړخه په دې لاره کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د هېواد ولسمشر حامد کرزي د دغې پیښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سمدستي روغتیا هیله کوي.
XS
SM
MD
LG