د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اې اېن پي پر جلسه بريد: ۱۸تنه ووژل شول، ګڼ ژوبل


پيښور کې پوليس د پيښې ځای لټوي.
پيښور کې پوليس د پيښې ځای لټوي.

پرون د خيبر پښتونخوا په سرښار پيښور کې د عوامي نيشنل ګوند پر يوه جسله بريد کې اتلس کسان وژل شوي او د څلويښتو په خوا و شا کې کسان زخميان شوي دي.


د چارواکو په وينا بريد هغه مهال وشو چې د عوامي نیشنل ګوند يو مشر سياست وال غلام احمد پلور د يکه توت په منډه بيرۍ ګډيانو مارکيټ کې د يوې جلسې لپاره له خپل ګاډي کوزيده. په بريد کې ښاغلي بلور ته زيانه نه دی اوښتی.

تر بريد وروسته غلام احمد بلور مشال ريډيو ته وويل چې پر دوی ځکه بريدونه کيږي چې د پاکستان حکومتي ايجنسيانې کمزوې او وسله وال زورور دي.

د تحريک طالبان پاکستان وياند، احسان الله احسان، د بريد پړه منلي او رسنيو ته يې ويلي چې د هغوی هدف د خيبر پښتونخوا د وژل شوي پخواني مشر وزير بشير بلور زوی هارون بلور وو. هارون بلور ته په پېښه کې کوم زيان نه دی رسيدلی.

بشير بلور د ۲۰۱۲ کال د دسمبر په مياشت کې د تحريک طالبان پاکستان په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو.

تحريک طالبان تر دې وړاندې ويلي وو چې دوی به د انتخاباتي کمپايننونو پر مهال به پر عوامي نیشنل ګوند، متحده قومي مومنټ او پيپلز پارټۍ بريدونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG