د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پښتنو پر خاوره وسایل د پښتنو دي"


د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی




د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی وايي، چې د دوی ګوند د پښتون وطن د یوالي لپاره مبارزه کوي. او د پښتانه یو لاک پنځوست زره مربع میله خاوره دا حق لري چې په یوه صوبه کې راټوله شي.


د مشال راډيو د کرښې پر غاړه خپرونه کې چې کوربه یې شاهین بونېری او ورسره همکار بوریوال کاکړ وو، د یوې ځانګړې مرکې پر مهال محمود خان اڅکزي وویل چې د پښتنو په خاوره کې پر شته قدرتي وسایلو یوازې او یوازې د پښتنو حق جوړېږي.

نوموړي د طالبانو پر مشر ملاعمر غږ وکړ چې د افغان سولې بهېر سره یوځای شي، وسله پر ځکمه کېږدي، د سیاسي عمل برخه دې شي او په خپله خاوره کې دې امن راولي.

محمود خان اڅکزي د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې په دغه هېواد کې دې لاسوهنه ودروي او د سیمې د سولې لپاره دې هڅې پراخې کړي.

نوموړي وویل چې پر افغان وطن د جګړې د ناورین ماځیګری دی، که ګاونډیان(پاکستان او ایران) په افغانستان کې له لاسوهنې لاس وانه خلي نو د ناورین سهار به پرې جوړ شي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:42:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG