د لاسرسي ځای

"د پښتونخوا پر وسایلو د پښتنو حق دی"


د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی



د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی وايي، چې د دوی ګوند د پښتون وطن د یوالي لپاره مبارزه کوي. او د پښتانه یو لاک پنځوست زره مربع میله خاوره دا حق لري چې په یوه صوبه کې راټوله شي.


د مشال راډيو د کرښې پر غاړه خپرونه کې د یوې ځانګړې مرکې پر مهال محمود خان اڅکزي وویل چې د پښتنو په خاوره کې پر شته قدرتي وسایلو یوازې او یوازې د پښتنو حق جوړېږي.

نوموړي د طالبانو پر مشر ملاعمر غږ وکړ چې د افغان سولې بهېر سره یوځای شي، وسله پر ځکمه کېږدي، د سیاسي عمل برخه دې شي او په خپله خاوره کې دې امن راولي.

محمود خان اڅکزي د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ چې په دغه هېواد کې دې لاسوهنه ودروي او د سیمې د سولې لپاره دې هڅې پراخې کړي.
XS
SM
MD
LG