د لاسرسي ځای

پاکستان د ننګرهار په ګوشته کې دروازه ولګوله




د ننګرهار د والي وياند احمد ضياعبدالزي نن له غرمې وروسته د يوې خبرې ناستې پر مهال خبريالانو ته وويل، تېره شپه پاکستاني ځواکونو د ګوشتې ولسوالۍ اړند ګوسړۍ سيمه کې د دروازې جوړونې چارې بشپړې کړې.


هغه زياته اته کړه والي ګل اغا شيرزي څه موده وړاندې دپاکستان قونصل هم دخبرو اترو لپاره راغوښتی وو او له مرکز څخه هم په دې اړه د همکارۍ ډاډ ور کړل شوی وه.

نوموړي وويل ديادې ستونزې د حل په موخه له مرکز څخه پلاوی هم راليږدول شوی و خو تر دامهاله يې په دې اړه کوم رغنده ګام نه دی پورته کړې.
XS
SM
MD
LG