د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا او خوست:دوه زده کونکي او دوې ښځې ووژل شوې



په خوست ولایت کې دملي اردو د پلې لوا مطبوعاتي دفتر مشال راډیو ته ویلي ،چې نن د دوشنبې په ورځ ماسپښین مهال دزرمت په کولالګو ښارګوټي کې د وسلوالو مخالفینو له خوا د یو ځای پرځای شوي ماین دچاودنې له کبله دښوونځي 2 تنه زده کوونکي وژل شوي او 2نور زده کوونکي ټپیان شویدي.


همدارنګه دوسلوالو مخالفینو له خوا دصبریو ولسوالۍ دګورګورۍ په سیمه کې دملي اردو د امنیتي پوستې پر لوري دهاوان ګولۍ توغول شوې ،چې هدف ته له رسیدو وړاندې په یوه کور لګیدلې ده او له کبله يې 2تنه ښځې وژل شویدي.

نوموړي دفتر زیاته کړې په یادو سیمو کې دملي اردو دپوځیانو له خوا 4کړۍ ځای پرځای شوي دوسایطو ضد ماینونه هم شنډ شویدي.

دیادو دواړو پیښو په اړه کومې وسلوالې ډلې څه ندي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG