د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د کوکنار اړولو کمپين پيل



بازمحمد عابد

جلال اباد:- د کوکنارو د اړولو دا کمپاين د يکشنبې په ورځ د ننګرهار د غني خيلو او اچين ولسواليو کې پيل شوی دی.


د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال وايي تر هغې پورې دا کمپاين روان وي څو پورې چې يې په ټول ننګرهار کې پر ځمکو ولاړ کوکنار نه وي اړولي:

( د چا په اړه چې موږ ته اطلاع راغلې وه چې کوکنار يې کرلي وو، تر سلو زيات کسان موږ نيولي وو. خو اوس چې په ليرو پرتو سيمو کې خلکو کوکنار کرلي، د هغې د له منځه وړلو لپاره مو يو ګډ کمپاين شروع کړی چې ملي اردو، ملي پوليس، نظم عامه او سرحدي پوليسو د يکشنبې په ورځ د شپږو بجو په شاه و خوا کې د کوکنارو د اړولو کمپاين شروع کړو چې د شينوارو په مربوطاتو کې يې ۱۲۰ جريبه ځمکه باندې د کوکنار ولاړ فصل اړولی دی.)

سږکال د تيرو کلونو پر تله د ننګرهار په ډيرو ولسواليو کې خلکو په خپلو ځمکو کوکنار کرلي دي. دا چې د کوکنارو د اړولو دا کمپاين به په نورو کومو ولسواليو کې تر سره شي، دا پوښتنه حضرت حسين مشرقيوال دا رنګه ځوابوي.

( تر اوسه پورې زموږ عمليات په کاميابۍ روان دی، موږ سره د منطقې خلک همکاري کوي. خوګيانو کې، شيرزادو کې، پچيراګام کې په لالپوره کې او په نازيانو کې به موږ خپل کمپاين تر سره کوو.)

ګڼ شمېر ننګرهار ميشتې دنشه يې توکو کرکيله يوه ټولينزه ستونزه ګڼي او وايي چې دکوکنارو کرلو له امله ډير ځوانان پر نشو اخته شوي دي .

د سيمې يو تن اوسيدونکي ګلمدار په دې اړه مشال راډيو ته وويل:

( دولت چې د مخدره موادو په ضد کوم کمپاين پيل کړی دا ډير ښه کار شوی دی. نه يوازې دا چې دا د دولت مسووليت دی، بلکې د ځوانانو مسووليت هم دی چې د کوکنارو په مخنيوي کې هلې ځلې وکړي. ځکه چې په افغانستان کې ي،ازينۍ پديده ده چې هم اقتصادي زيان لري او هم سياسي. سياسي زيان په دې مانا چې نړيوال خپلې مرستې افغانستان سره دروی او دغه بوټي په اسلام کې هم ناروا دی او يو شي چې په اسلام کې ناروا وي، نو ولی وکرل شي، زموږ د بزګرانو نه دا تمه ده چې و يې نه کري.)
په ننګرهار کې امنيتي ځواکونه دکوکنارو اړولو کمپاين پر داسې مهال پيلوي، چې څو مياشتې وړاندې يې د کوکنارو د کرلو په جرم په لسګونه تنه کروندګر بنديان کړي وو اوس يې د اړولو پر وخت هم په لسګونه تنه کرونګر د کوکنارو د کرلو په جرم بنديان کړي دي.
XS
SM
MD
LG