د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: پر ډیورنډ کرښه دروازه


شاه محمود شینواری

جلال اباد:-د ګوشتې ولسوالۍ یو شمېر خلک وآيي،چې چې بلاخره د پاکستان هغه هڅې،چې د ګوشتې ولسوالۍ په صفري نقطه کې يي د دروازې په اړه پيل کړې وې بریالی شوې او افغان دولت تر اوسه د مذاکراتو خبرې کوي.


د ګوشتې ولسوالۍ اوسیدونکی صابرالله مشال راډیو ته په دې اړه وویل،چې تیره ورځ پاکستاني چاراکو لګول شوې پرده لرې کړه،چې ترشاه يي دروازه بريښي.

«صابرالله یم د ګوشتې ولسوالۍ نه دلته سرحدي پولیسو ته هم معلومات دی،چې پرون هغه پاکستاني چاراواکو لګول شوې پرده لرې کړه او که څه هم هغه ځای ډير لری دی خو له ورایه ښکاري،چې دروازه لګول شوې ده».

بلخوا د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ذبیح الله زمري مشال راډيو ته ویلي،چې د دروازې کار دبشپړيدو په حال کې دی او افغان دولت يي پر وړاندې بې غوره پاتې شوی.

«ما چې معلومات تر لاسه کړه،په ګوشتې ولسوالۍ کې هغه دروازه،چې پاکستاني چارواکو پرې کار پيل کړی و،بیخي جوړیدونکې ده او لګول شوې پرده رښتیا هم لرې شوې او له ورایه د دروازې چوکآټونه معلومیږي».

په یاده سرحدي سیمه کې د سرحدي پولیسو یوه تن چارواکي،چې د نوم له ښودلو يي ډډه کوله ازاډۍ راډيو ته وویل،چې په دې اړه شپږ وارې ناکام مذاکرات ترسره شوي،ولې وروستي مذاکرات داسې مهال ترسره کیدل،چې پاکستاني چارواکو لګولې پرده لرې کړه او د دروازې د لګیدو کار بشپړ شوی او په نور برخو يي کار روان دی.
ومو غوښتل،چې په دې اړه د ننګرهار ولایتي ادارې او د سرحدي پولیسو د چارواکو نظر راواخلو خو پرې بریالي نشو.

له دې وړاندې ولایتي او مرکزي دولت چارواکو ولسونو ته ډاډ ورکړی وو،چې د پاکستان دا هڅې به بندې شي.

دارنګه تېره ورځ د امنیت شورا په غونډه کې هم په دې موضوع خبرې شوې وې،ولې تر اوسه کومه څرګنده پایله يي نه ده ورکړې.
XS
SM
MD
LG