د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغانستان پر خاوره تيری نه شو زغملی"



بازمحمد عابد

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي محصلينو نن سهار لس بجي د پاکستان له لوري په کونړ ولايت راکټي بريدونه او د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په حدوداتو کې د دروازې او ودانيو جوړول د يوه لاريون په ترڅ کې وغندل.


لاريون کوونکو چې د پاکستان په ضد يې شعارونه ورکول، له افغان دولت څخه يې غوښتنه کوله چې د پاکستان د تيري په وړاندې خپل دريځ روښانه کړي.

د ښوونې او روزنې پوهنځي يو تن محصل عبيدالله وايي چې که پاکستان د افغانستان په خاوره له تجاوز نه لاس وانه خلي نو دوی به کتابونه کيږدې او د خپل هيواد د دفاع په خاطر به ټوپک راواخلي.

( موږ د افغانستان په سرحداتو د پاکستان بريدونه غندو. موږ ازاد افغانستان غواړو او موږ په افغانستان کې د چا لاسوهنه نه منو، موږ حکومت ته ډاډ ورکوو چې خارجيان هم پريږدیء او له پاکستان څخه هم لاس واخلیء موږ د تاسو په څنګ کې ولاړ يو. موږ به خپلې چپټرې او کتابونه وغورځوو او د خپل هيواد د سرحداتو د ساتلو لپاره به ټوپکې راواخلو.)

د سيد الرحمن په نوم يو بل تن هم ورته غوښتنه لري او وايي:

( زموږ د مطاهرې هدف او اجنډا د پاکستان له خوا څخه په کونړ ولايت د راکټي بريدونو غندل، د افغانستان په سرحداتو تجاوز او په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له لورې د بې ګناه ماشومانو او ښځو د وژلو غندل دي. )

بل خوا د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزی وايي چې په ننګرهار کې د پاکستان قونصلګرۍ ورته اطمینان ورکړی چې په سرحداتو کې يې تعميراتي کارونه درولي دي.

( دا سمه ده چې د پاکستان حکومت غوښتل چې د ګوشتې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځينې تعميراتي کارونه وکړي خو په ډيره عاجله توګه د ننګرهار والي دغه موضوع له مرکز سره شريکه کړه. په ورته وخت کې والي صيب په ننګرهار د پاکستان قونصلګرۍ مسوولين راوغوښتل او دا موضوعات يې ورسره شريک کړل. له مرکزه هم د لوی درستيز په مشرۍ کې يو پلاوی راغی او له والي صيب سره يې په ګډه د ګوشتې ولسوالۍ دوره وکړه. حالات يې له نيږدې وڅارل. خوشبختانه دغو هڅو يوه اندازه نتيجه ورکړله. په ننګرهار د پاکستان د قونصلګرۍ نه مو داسې رسمي خبر تر لاسه کړو چې په ګوشته کې يې تعميراتي کارونه درولي دي.)

لاريون کوونکو له افغان دولته وغوښتل چې د پاکستان له خوا د شوي تيري پر وړاندې دې لاس تر زنې نه کينې که نه دوی به د کتابونو پر ځای ټوپک راواخلي او د تجاوز کوونکو په وړاندې به سنګر ونيسي.
XS
SM
MD
LG