د لاسرسي ځای




د افغانستان د ننګرهار ولایتي اداره وايي، چې بېګا شپه د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د وژل شویو وسله والو طالبانو شمېر ۲۱ تنو ته ورسید.


د والي ویاند احمدضیا عبدالزي مشال راډیو ته وویل، چې په دې عملیاتو کې لس تنه نور نیول شوي او پینځلس میله(عدد) پیکا او څلویښت میله کلاشنکوف هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه عملیات د شپې له دریو بجو څخه پيل شوي وو،چې تر اوسه دوام لري.

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډيو ته وویل،چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې يي پینځه ملګري وژل شوي او دارنګه ادعا لري، چې افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو ته يي درنه مرګ ژبله وراړولې ده.
XS
SM
MD
LG