د لاسرسي ځای

نجیب الله الوخیل

په خوست کې له پیړیو راهیسې د یو شمیر قومونو او خیلونو ترمنځ د غرونو ،دښتو او سیلابونو پرسر مخالفتونه موجود دي ، چې ډیر کله په وسلوالو جګړو اوښتي دي. بل لوري ته یو شمیر قومي مشران وايي،که چیرې د دې مسلو د حل لپاره رښتینې او صادقانه هڅې وشي او په کې شخصي ګټې غرض نه شي ، نو دې اوږدو شخړو او مخالفتونو ته حل لارې موندل کیدای شي.


د خوست ولایت د قومونو او خېلونو تر منځ له پیړیو راهیسې د دښتو، غرونو، غونډیو، خوړونو او بیدیاوو پر سر مخالفتونه موجود دي، دا مخالفتونه ډیر کله په وسلوالو نښتو بدل شوي او په کې ښکیلو خواوو مادي او بشري زیانونه لیدلي دي.

په دې ډول پیښو کې په پراخه کچه چور او تالان شوی، خلک بې کوره شوي دي ،څاروي او شتمنۍ يې ګټونکې خوا په ولجه وړې دي، که څه هم په دې وروستیو کې د خوست سیمه ییزې ادارې په پرله پسې توګه هڅه کړې، چې دجرګو، مرکو، خبرو اترو او حتی داړتیا پرمهال د پوځي ارګانونو دمداخلو له لارې د جګړو مخه ونیسي او یو شمیر قومي دعوې ،چې پیړۍ او لسګونه کلونه پرې وتلي حل وفصل کړي، خو تر اوسه هم ډیرې داسې دعوې شته ،چې ورته بنسټیز حل نه دی موندل شوی.

د دا ډول ستونزو په هواري کې د شخړو د حل کمیسیون ،چې یو غیر حکومتي جوړښت دی، ښه ونډه ترسره کړې ده، د اړیکو د دفتر مشر حاجي محمد علي ځدراڼ وايي، چې دوی توانیدلي دخوست ولایت په کچه ۴۸دقومونو تر منځ لويې او وړې مسلې حل کړي:

((کومې جرګې مو چې کړي دي ،هغه ټولې پلی (تطبیق) شویدي، یو علت يې دا دی، چې موږ کوښښ کوو، چې د دواړو جانبینو اتیا سلنه قناعت حاصل کړو موږ ته د پخواني والي صیب ارسلا جمال له وخته راپه دې خوا بیا تر اوسه ځینې مسلې د دولت له طرف ته راجع شوي دي، ځنې خلک په خپله کله چې زموږ جرګې يې لیدلې دي، زموږ د ملګرو او دوستانو اخلاص يې چې لیدلی دی په خپله يې مراجع کړیده او موږ تقریباً پدې موده کې دوه کم پنځوس معاملې فیصله کړي هم دي او تطبیق کړي مو هم دي))

قومي مشر حیدرګل منګل وايي که چیرې د قومونو مشران او مخور خلک دمسلو په حل کې طرف واقع نه شي او صادقانه نیت ولري ،دا ټولې مسلې هورېدای شي:

((هغه څوک چې واقعاً د خیر فیصلې کوي، په هغه کې يې شخصي غرض نه وي ، خاص د وطن احساس ورسره وي او خپل مسوولیت اداء کړي نو دا ټولې مسلې حل کیدای شي))

حاجي رسول محمد خان تڼي ددې پوښتنې په ځواب کې، چې دجرګو او مرکو له لارې د مسلو حل له موضوعه قوانینو سره په ټکر کې نه واقع کیږي، وايي، چې عرف او عادات دموضوعه قوانینو غوښنه برخه ده او سوله له قوانینو او قضاء سره مرسته کوي:

((موضوعه قوانین داسې ندي ،چې اللهي راغلي دي ،دا قوانین خلکو جوړ کړیدي او دا قوانین په ټولنه کې داجتماعي سلوک زیږنده دي، تهداب د ټولنې له کورنۍ ایښودل شوی له کورنۍ رانیولې بیا تر ټولنې پورې او حتی د ملت تر جوړښت پورې، په دې اساس په ډیرو کمو مواردو کې ممکن جزوي ټکر وي، خو په اکثرو مسایلو کې د خلکو رسم رواج او دود دستور له قوانینو سره له قوانینو سره سمون خوري او حتی له قوانینو سره همکاري کوي بیا خصوصاً په اوسنۍ افغاني ټولنه کې))

د کتونکیو له انده که چیرې حکومت د قومونو او قبایلو په منځ کې دیو شمیر شته مخالفتونو داساسي حل لپاره اقدامات وکړي تو تمه کیږي، چې دا کار به ددولتي واکمنۍ او دایمي امن ټینګښت کې ګټورتمام شي.
XS
SM
MD
LG