د لاسرسي ځای


دخیبر پښتونخوا په سوات کې دامن دلښکر یو مشر مکرم شا د اتوار په ماسپښین په یو بمي برید کې ووژل شو.

راپورونه وايي نوموړی د منګلور سیمې نه په یوه مهمه غونډه کې د برخه اخیستو لپاره د سوات مرکز مینګورې ته روان و چې پر موټر یې بمي برید ترسره شو.

واضحه نه ده چې داد ریموټ بم چاودنه وه که بم دده په لاره کې ځای پر ځای شوی و. په سوات کې د مشال راډیو خبریال وايي دبرید پرمهال مکرم شا په ګاډي کې یوازې و ، ځکه بل چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

مکرم شا د سوات د منګلور د سوربڼ وسیدونکی او دامن د لښکر د مهمو مشرانو څخه ګڼل کیدو.

وسله والو طالبانو د مکرم شا د وژلو پړه قبوله کړېده. په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې دامن د لښکر غړي وخت په وخت د وسله والو طالبانو له خوا په نخښه کیږي.
XS
SM
MD
LG