د لاسرسي ځای


په پکتيا کې د چاپي رسنيو مسولين او پلورونکي شکايت کوي لا هم په دې بريالي نه شول چې د مجلو،اخبارونو،اونيزو او جريدو له پاره د خرڅلاو بازار پيدا کړي.

دوی وايي له تېرو لسو کلونو راهيسې چې مجلې،اخبارونه او اونيزې چاپوي د چاپ شمېر يې تر ۱۰۰۰ نه دی پورته کړی، د دوی په خبره چې له دې ورته معلوميږي د چاپي رسنيو بازار لکه څنګه يې چې بايد وده کړې وی، نه ده ښه شوی.

په ګردېز ښار کې يو تن چې چاپي رسنۍ په خلکو پلوري د وضعيت په اړه يې د ځان له پېژندګلوئ وروسته وايي :

’’ زما نوم وحيدالله د پکتيا اوسېدونکی، دلته اخبارونه او مجلې خرڅوم، د ورځې که شپږ اووه مجلې خرڅي شي، کنه څوک يې نه اخلي او اخبار که مفت ورکړې ښه ده کنه په پيسو يې څوک نه اخلي.’’

په پکتيا کې د اوښتون کلتوري ټولنې له لوري د درې مياشتنۍ اوښتون مجلې مسول مدير احسان الله مهجور وايي لا هم په دې نه دي توانيدلي چې مجله په عامو خلکو وپلوري، دی وايي که مجله پرته له کومې انې ټکې چاته ورکړي ښايي ويې ګوري، د ده په خبره ډېر کم خلک به داسې پيدا شي چې د پيسو په بدل کې مجله واخلي :

’’ له تېرو شپږو کلونو راهيسې موږ مجلو ته دومره لوستونکی پيدا نه کړ چې موږ يې تېراژ له ۱۰۰۰ څخه ۱۵۰۰ يا ۲۰۰۰ ته لوړ کړو، او اوس هم په پيسو نه خرڅيږي.’’

د مجلو ترڅنګ د اونيزو او جريدو خرڅلاو هم نه دی ښه شوی، د سراب اونيزې مسول مدير اسمعيل لاروی بيا وايي ځکه په تېره يوه لسيزه کې چاپي رسنيو لوستونکي نه دي پيدا کړي چې په هيواد کې د دې رسنيو کار نوی او لا هم په پکتيا کې خلک د سواد زده کړې مشکل لري :

’’ خلک د اخبار لوستو سره نابلده دي، پکتيا ته تر اوسه پورې اخبار يا مجلې سمې نه راتلې او خلک په عموم کې له چاپي رسنيو سره نه و بلد، که لږ ډ‌ېرې شي ښايي دا حالت تغير وکړي.’’

خو له بل لوري د پکتيا ډېر اوسېدونکي وايي د هيواد په چاپي رسنيو کې ځانګړي او د خپل ذوق څه نه شي پيدا کولی.

دوی په دې نظر دي چې د هيواد چاپي رسنۍ يې هغه مضامين خپروي چې دوی په وارونو،وارونو له راډيوګانو او ټلويزونونو څخه اورېدلي او تکرار وي، دوی دا هم وايي چې که نوي څه خپاره نه کړي ښايي تر ډېره رسنۍ لوستونکي پيدا هم نه کړي :

’’ زما نوم حميد دی، تقريباً اته کاله مخکې له اقتصاد پوهنځي فارغ شوی يم زه چې څومره اخبارونه ګورم، د لوستو له پاره نوي څه نه وي پکې، يوازې همغه تکراري خبرې چې په راډيو او ټلويزون کې وي په اخبار کې هم خپريږي.”

’’ زما نوم ابراهيم دی، په پکتيا کې خلک ځکه د اخبار يا مجلې لوستو شوق نه لري چې د خپل ذوق شيان نه پکې پيدا کوي، موږ په پاکستان کې و موږ به په اخبار کې د معلوماتو د پيدا کولو په خاطر کلنی ګډون کاوه او په خپل وخت به راته او دلته تکراري شيان خپروي او خوند هم نه کوي.’’

’’زما نوم رحيم دی د ګردېز يو تن دوکاندار په اخبار به څه وکړو، موږ چې نن په راډيو کې يا ټلويزون کې څه واورو هغه به يوه هفته وروسته په هغه رقم په اخبار کې چاپيږي.’’

’’زما نوم قسيم دی په ګردېز کې دوکان لرم، موږ نه يو خبر چې اخبار څوک خرڅوي او څوک يې چاپوي، ځکه په پاکستان کې به موږ باقعده اخبار والا ته پيسې ورکولې او راوړ به يې دلته څوک نشته او موږ له دوکانه نه پسې وځو.’’

خلک د دې شکايتونو ترڅنګ د چاپي رسنيو مسولين په دې تورنوي چې يوه يې له بلې کاپي کوي، دوی وايي د چاپي رسنيو مسولين دا يو اضافه کار او د شهرت وسيله ګڼي، کله يې هم داسې نه دي کړي چې لوستونکي په پام کې ونيسي.
XS
SM
MD
LG