د لاسرسي ځای

تازه خبر

های کورټ پرویز مشرف ته حفاظتي ضمانت ورکړ


د اسلام اباد هايي کورټ د پخواني پوځي واکمن جنرال پرويز مشرف د يو حفاظتي ضمانت موده غزولي.


پرون د جمعې په ورځ عدالت د پخواني جنرال مشرف لخوا د قاضیان بندیان کړې وو د ساتلو په اړه د حفاظتي ضمانت موده شپږ ورځې زياته کړه.

عدالت پخواني جنرال ته د پنځو لاکو روپو په ضمانت د جمعه کولو او په راروانه اوريدنه کې په خپله د حاضريدو حکم ورکړی دی.

د پخواني پوځي واکمن مشرف خلاف دا مقدمه په۲۰۰۹ کال کې د اسلام اباد په سکټريټ تاڼه کې وروسته له هغې درج کړل شوي وه چې نوموړي په کال ۲۰۰۷ کې د ايمرجنسۍ نافذولو وروستو د چيف جسټس په ګډون د سترو عدالتونو ججان په قاضیان بندیان کړې وو.

له دې وړاندې سند هايي کورټ پرويز مشرف ته د پخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بهټو او قام پرست مشر نواب اکبر بګټي د قتل په کيس کې حفاظتي ضمانت ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG