د لاسرسي ځای

تازه خبر

"امریکا ته مو د ډرون بریدونو اجازه ورکړې وه"



د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال مشرف په لومړي ځل منلې چې حکومت يې له امريکا سره د ډرون بريدونو په اړه تړون کړی وو.


نوموړي دا خبره له امريکايې ټيلي ويژن سي اين اين سره په يوه مرکه کې کړې ده. د پاکستان په قبائلي سيمو کې له دوه زره څلورم کال راهيسې امريکايې ډرون بريدونه کيږي خو د پاکستان حکومت په رسمي توګه دا حملې د خپلې خودمختارۍ خلاف بولي او له دې تورونو انکار کوي چې ګواکې په دې اړه يې له امريکا سره پټ تړون شته.


امريکايې ټيلي ويژن سي اين اين د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر جنرال مشرف مرکه د پنجشنبې پر ورځ خپره کړې چې په کې د سي اين اين په خبره نوموړي ومنله چې د دې هيواد پر خاوره د ډرون بريدونو د کولو په اړه د ده د حکومت او امريکا ترمينځ پټ تړون شوی وو. خو جنرال مشرف سي اين اين ته وويل چې امريکا ته يې يوازي په ځينو موقعو د بريدونو اجازه ورکړې وه.

(يوازي په ځينو موقعو باندي، چې په کې هدف ډير يو طرف ته وو او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې هېڅ امکان هم نه وو. پر دې په پوځي او جاسوسي سطح بحث وشو چې هغه وخت حمله وکړي کله چې زموږ له خپل پوځ سره د کاروايې کولو لپاره وخت نه وي خو داسي ډير کم شوي دي، کيدلی شي دوه درې واره شوي وي. )

د پاکستان په قبائلي سيمو کې ډرون بريدونه د جنرال مشرف په واکمني کې په دوه زره څلورم کال کې پيل شوي وو خو د اوسني حکومت په څير د نوموړي د حکومت هم دا دريځ وو چې بريدونه د دې هيواد د خودمختاری خلاف دي او دوی امريکا ته د داسي حملو اجازه نه دی ورکړې.

خو دا لومړی ځل دی چې يو پخواني پوځي مشر په ښکاره دا خبره مني چې امريکا ته يې د بې پایلټه الوتکو د بريدونو اجازه ورکړې وه. دده ددې څرګندونو اهميت څه دی.

ناورې ميشته ليکواله فرحت تاج چې پر ډرون بريدونو يې څيړني کړي وايې، د جنرال مشرف دا خبره جوتوي چې د ترهګری ضد جګړه په لړ کې د امريکا سره تعلقات د پاکستان پوځ ساتي او منتخه پارليمان او ولس په اعتماد کې نه اخیستل کيږي.

خو د جنرال مشرف په واکمنۍ کې د قبایلي سيمو د امنيت سيکرېټري بريګېډيېر محمود شاه بيا وايې چې د ډرون بريدونو اجازت پوځ نه بلکې د جنرل مشرف ذاتي فيصله وه.

که څه هم په پاکستان کې د حکومت په ګډون ځيني ښه لاسي سياسي ګوندونو دا دريځ لري چې ډرون بريدونه د ګټي پر ځای تاوان لري خو امريکا بيا وايې چې دا د القاعده او د ملګرو پر ضد يې يوه ډيره موثره او ګټه وره وسله ده. د امريکا يو تینک ټينک نيو امريکن فاونډيشن د دوه زره ديارلسم کال په يوه رپورټ کې وايې چې په پاکستان کې په مجموعي توګه شاوخوا درې نيم سوه ډرون بريدونه شوي دي. زياتره بريدونه په قبائلي سيمو په تيره بيا په شمالي وزيرستان کې کيږي چې د القاعده او وروسره د تړلو ځايي وسله والو يو مهم مرکز بلل کيږي.
XS
SM
MD
LG