د لاسرسي ځای

عوامي نېشنل پارټۍ ټولټاکنو کې امنیت غوښتی


د عوامي نېشنل ګوند مشر سياستوال او پخواني وفاقي وزير غلام احمد بلور

د عوامي نېشنل ګوند مشر سياستوال او پخواني وفاقي وزير غلام احمد بلور

د مشرف نه زوی او نه ورور مړ دی او دومره لويه سيکيوريټي وركړل شوېده او زموږ له كوره جنازه]د بشير بلور جنازه[ اوچته شوېده او زموږ لپاره امنیت نشته

غلام غوث

پېښور: د عوامي نېشنل ګوند مشر سياستوال او پخواني وفاقي وزير غلام احمد بلور د راروان ټولټاكنو د تياري په لړ کې د يو خبري كانفرنس له لارې په حكومت نيوکې كړېدي چې د عوامي نېشنل ګوند د كانديدانو لپاره يې د پوره امنيت بندوبست نه دی كړی-


له خبري كانفرنس وروستو له مشال ريډيو سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند مشر سياستوال غلام احمد بلور په يوه ځانګړي مركه کې مشال ريډيو ته وويل:

(د مشرف نه زوی او نه ورور مړ دی او دومره لويه سيکيوريټي وركړل شوېده او زموږ د كور نه جنازه]د بشير بلور جنازه[ اوچته شوېده او زموږ لپاره امنیت نشته او د هغه لپاره دومره لويه امنیت ده،چې كومو خلكو خدمت كړی دی د هغوی لپاره سيکیوریټي نشته هغه دې مړه شي پرواه نشته او چې چا ظلم كړی دی تباهي يې كړېده او هيواد يې تباه كړې هغوی لپاره امنیت شته)

غلام احمد بلور دا هم وويل، چې يوې خوا دوی د امنيتي خطرونو له وجي لویې لویې جلسې نه شي كولی او بل خوا د پاكستان پر شخصي ټيليويژنونو هم ځینو سياسي ګوندونو ته زياته پاملرنه وركوي او ځينو ته هېڅ پام لرنه نه وركوي:

(موږ خو جلسې نه شو كولی حالات خراب دي، زه جلسه نه شم كولی نو اسفنديار به څه رنګ راځي او جلسه به كوي، ده نورو ګوندونه به څه وایې؟د هغوی خو يو تن هم نه دی وژل شوی، زموږ خو ذاتي جنګ نه شته د پاكستان جنګ وو د دې صوبې جنګ وو، د پښتنو د بچو جنګ وو او د سكولونو او تعليم جنګ وو،بل زه اليكشن كميشن ته دا وايم بلكې اليكشن كميشن ته دا احتجاج كوم چې په ټولو ټي وي چېنلو عمران خان راځي او چېنلو ته په لكونو روپۍ وركوي، ايا دا خرچې په ۱۵ لاكه روپو کې دننه دي كه نه، او ټولو چېنلو ته هم دا وايم چې كه چېري عمران خان ته يو ګنټه وركوی نو نيمه زموږ حق هم جوړېږي)

د عوامي نېشنل ګوند د وژل شوي مشر سياستوال بشير احمد بلور زوی هارون بلور مشال ريډيو ته وويل:(موجوده ټولټاكنو کې زموږ اولنۍ ترجيح امن دی، او زموږ ناره هم دا ده چې پر امنه پاكستان، موږ غواړو چې اول په خطه کې امن راشي، له هغه وروستو به موږ د تعليم لپاره هڅې كوو، بيا د صحت او بيا د بجلۍ. ځكه چې د بجلۍ د كمي ډيره مسئله ده، نو دا څلور څيزونه د راروانو ټول ټاكنو لپاره زموږ د منشور برخه ده)

د عوامي نېشنل ګوند مشر سياستوال غلام احمد بلور وايي نورو سياسي ګوندونو په خپلو خپلو حكومتونو کې خپل منشور سر ته نه دی رسولی او عوامي نېشنل ګوند په خپل تير حكومت کې د صوبه سرح نوم په خيبر پښتونخوا واړولی او د صوبایي خود مختارۍ په شكل کې خپل منشور تر ډيره حده سر ته رسولي:

(دلته د اسلام او د قرآن په نوم خلكو ووټونه اخیستي ول،په ټوله صوبه کې وګوری اسلام چېرته دی؟ په عدالتونو کې اسلام دی؟ هم هغه زوړ قانون دی، نه د ډوډۍ، کالي او کور منشور پوره كړل شو او نه بل چا خپل منشور پوره كړی،يو موږ يو چې كله زموږ حكومت راغی او هغه هم شريك حكومت وو نو تر ډيره حده مو خپل كار سر ته ورسولو)

كه څه هم وسلوالو د عوامي نېشنل ګوند، پاكستان پيپلز ګوند او متحده قومي مومنټ په سياسي غونډو د بريدونو دړكه وركړې ده، چې له هغه وروسته عوامي نېشنل ګوند د لویو لویو غونډو نه کولو فیصله وکړه او ویلي یې دي چې كور په كور او كوڅه په كوڅه به د ټولټاكنو لپاره خپلې سياسي هلې ځلې جاري ساتي-
XS
SM
MD
LG