د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغان دریځه د کرزي امريکا ضد بيان بازي




د امريکا په نيويارک ټائمز ورځپاڼه کې له افغان دریځه د کرزي امريکا ضد بيان بازي د تر عنوان لاندې د نجيب شفايي او احمد شفيع ګډه مقاله خپره کړې ده.


افغان ولسمشر حامد کرزي تيره مياشت ويلي ول چې طالبان په خپلو حملو سره د امريکا خدمت کوي او دواړه افغانستان غير مستحکموي. هم دې ته په پام سره ليکوالان وايي، د حامد کرزي د دغو خبرو مختلفه ډول تشريح وشوه. چا ويل، چې نوموړی ځان په وطن مين مشر ښکاره کول غواړي، څوک بيا په دې باور ول چې د واکمنۍ د دورې له ختميدو مخکې حامد کرزی غواړي چې يو ميراث يې پاته شي، ځينو کسانو بيا دا ګنګوسې خپرې کړې چې دا یې د سياسي سلاکارانو ورکړل شوې يوه غلطه مشوره وه.

خو دواړه ليکوالان وايي له دې تشریحګانو پرته يوه بله خبره هم شته چې چا ورته پام نه دی کړی.

د دوی په خبره حامد کرزي د دوو مهمو خبرو له وجې پر امريکا خپل اثر ورسوخ زياتول غواړي. يوه له طالبانو سره د سولې خبرې اترې او بل د دوه زره څوارلسم کال د ولسمشرۍ انتخابات دي.

د نيويارک ټائمز ليکوالان زياتوي، حامد کرزی غواړي د سولې د خبرو اترو مشري ترلاسه کړي ځکه دی په پټو رابطوکولو سره له دې بهیره يو طرف ته کړل شوی دی او دا شان نوموړی لږ تر لږه دا هم غواړي چې د سولې د خبرو اترو په کاميابي کې د پاکستان پر همکاري تکيه را کمه کړي.

د دوی په خبره کرزی دې ته ضرورت لري چې طالبانو ته خپل واک او اختيار ورښکاره کړي او دا تاثر لرې کړي چې دی د امريکا يو ګوډاګۍ دی.

د ليکوالانو په وينا بله خبره د دوه زره څوارلسم کال د ولسمشری د انتخاباتو ده چې په کې د آئين له مخې حامد کرزی ځان نه شي کانديدولی . دوی پر مخ ليکي حامد کرزی پوهېږي چې د ده او کورنۍ پایښت يې د افغانستان له راتلونکي ولسمشر سره تړلی دی. نو ځکه دی غواړي چې د هېواد مشر د ده په خوښه وټاکل شي.
XS
SM
MD
LG