د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سياست کې سيټ ايډجسټمنټ څه ته وايي؟





سراج ظهير

څنګه څنګه چې د ٢٠١٣ کال ټولټاکنې رانيزدې کيږي هغه رنګ د ځينو سياسي ګوندونو ترمينځ په چوکيو له يو بل سره جوړجاړی کوي چې دلته به زه ودرېږم او هلته به ته...... چې په عامه اصطلاح کې ورته سيټ ايډجسټمنټ ويل کيږي روان دى.



خو د پاکستان له ولس سره سره د قانوني او سياسي چارو تجزيه کاران وايي، چې د سياسي ګوندونو دا عمل ښه نه ګڼل کيږي ځکه چې له داسې کولو سره د يو انسان د ووټ حق تروړل کيږي.

د قانوني او سياسي چارو تجزيه کار بيرسټر باچا مشال راډيو ته وويل.

” کومه پارټي چې سيټ ايډجسټمنټ کوي د دې مطلب دا دی چې هغوی د خپل منشور سرغړونه کوي ځکه چې هغوی ولس ته يو منشور وړاندې کړی او د هغه په مټ له خلکو ووټ غواړي نو چې هغه سيټ ايډجسټمنټ وکړ او خپل سيټ يې بلې پارټۍ ته حواله کړو نو د دې دا مانا ده چې خپل منشور يې پريښود.

او دغه رنګ دويمه خبره دا ده چې يو ووټر دى او د هغه له يوې پارټۍ سره تړون دى او هغه دا غواړې چې زه دا خپل ووټ هم دغه پارټۍ ته ورکړم نو که اوس څوک د بلې پارټۍ سره سيټ ايډجسټمنټ وکړي نو د دغه تن د ووټ حق ترې وتروړل شو او هغه د دغه ګوند منشور کتلی وي او په هغې يې باور وي نو ځکه ورته ووټ ورکوي، زه ګڼم چې دا د ولس سره يوه غټه دوکه ده نو پکار ده چې د دې عمل پر ضد اواز پورته کړل شي“

دغه رنګ يو بل د سياسي چارو تجزيه کار عقيل يوسفزى هم وايي چې له دې نه به ولس کې مايوسي خوره شي.

ده وويل،” زما خپل نظر دادې چې د دې نه د سياسو پارټو چې د منشور يو عمل وي يا د ايين وي يا چې هغوي کومې وعدې کوي نو هغه بيا له دې سيټ ايډجسټمنټ نه متاثره کيږي د بيلګې په توګه د يو ګوند د چارسدې په مسله يو دريځ لري او د بلې پارټۍ دريځ پرې جلا دى نو دغه رنګ د ترهه ګرۍ يا د امن په حواله د هر ګوند دريځ جدا جدا وي نو د پارټو منشورونه بيا له دې متاثره شي او کله چې دا پارټۍ په اقتدار کې راشي نو بيا په خپل منشورعمل نه شي کولای“

کله چې مشال راډيو د مسلم ليګ ن له جنرل سيکرېټري اقبال ظفر جګړه وپوښتل چې تاسو هم لګيا ياست په مختلفو علاقو کې سيټ ايډجسټمنټ کوۍ نو هغه وويل:

”ضروري نه دى چې موږ سيټ اېډجېسټمېنټ وکړو، خو ځينې وخت داسې وشي چې داسې حلقې وي په هغه کې سړی زمکنی حقيقت تسليموي يانې موږ څه جوړ جاړې يا الاينس نۀ کوو موږ وايو چې سيټ ايډجسټمنټ هغه وي چې يو ځای کې ولس یوه پارټي يا تن غواړي نو د ولس په خوښه بيا موږ هلته سيټ ايډجسټمنټ وکړو او موږ چې کوم هم ګام پورته کوو نو په جمهوري طريقه به يې اوچتوو“

د ذکر وړ ده چې دا وخت د پاکستان مسلم ليګ ن نه سربيره جمعيت علما اسلام ف، پاکستان تحريک انصاف، عوامي مسلم ليګ جماعت اسلامي ، او د قامې وطن پارټۍ په ګډون نورو يو شمېر ګوندونو په بيلا بيلو ځايونو کې سيټ ايډجسټمنټ کړی دى.
XS
SM
MD
LG