د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست پخوانی والي خان عبدالقیوم خان مړ شو


د خوست پخوانی والي خان عبدالقیوم خان
د خوست پخوانی والي خان عبدالقیوم خان

نجیب الله الوخېل

د خوست پخوانی والي او قومي مشر خان عبدالقیوم خان دچهارشنبې په ورځ ماسپښین مهال دورپيښې ناروغۍ له کبله په خپل پلرني کلي کې د۸۴کلونو په عمر وفات شو.


نوموړی د مجاهدینو د حکومت له پیله بیا تر ۱۳۷۵لمریز کال پورې ،چې طالبانو حکومت پیل شو،د مجاهدینو او قومي مشرانو په ګډ توافق په خوست کې دوالي په توګه دنده اجراء کړې او په راورسته موده کې يې دیو فعال قومي مشر په توګه دقومونو او خلکو ستونزې او مشکلات حل کول.

نوموړي ته له دې کبله په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون پلار ویل کیږي ،چې د نوي حکومت په لومړیو کلونو کې يې خوست ته دنوموړي پوهنتون په لیږد کې ډیر کوښښونه کړي او له ولسمشر څخه يې دډیرو هڅو او یو شمیر اختلافونو با وجود دانتقال فرمان ترلاسه کړی وو.

په ټولیز ډول دخوست خلک او قومونه هغه ته دیو مصلح او ښه مشر په نظر ګوري او وايي ،چې هغه ته له ګوندي، سمتي او نورو بیلونکو ځانګړنو د افغانستان او خوست ګټې ډیرې معتبرې وې.

خوست والي عبدالجبار نعیمي هم رسنیو ته داستول شوي پیغام له لارې د حاجي عبدالقیوم خان پر مړینه خواشیني ښودلې او هغه يې یو مدبر، ټولمنلی او زړه سواند شخصیت بللی او ویلي يې دي، چې هغه د ټولنیز عدالت په تامین او قومي شخړو په هواري کې ډیر کوښښونه کړیدي:

((خان صیب په داسې حال کې چې د ژوند پاڼه يې ډيره زيړه شوې وه ،وخت نا وخت زما سره دخوست ولايت په ځينو مهمو پروګرامونو کې مشوره کوله او راسره ګډون يې کولو،نوموړى به له دې وروسته زموږ په منځ کې نه وي خو دده کارنامې اوخدمتونه به د تل لپاره زمونږ دتاريخ په حافظه کې ژوندی وي))

دنوموړي پرمړینه یو شمیر ټولنیزو سازمانونو ،شوراګانو ،قومي مشرانو او دمدني ټولنې فعالانو هم درسمي پیغامونو له لارې خپګان څرګند کړی، دمرحوم له کورنۍ سره يې غمشریکي کړې او دده مړینه يې دهیواد په کچه یوه ضایع بللې ده.
XS
SM
MD
LG