د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا وتل او د منځنۍ آسيا ملکونو کې اندېښنې


جېنز انټېليجنس ريويو ليکي، د ۲۰۱۴م کال په پای کې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو وتلو د منځنۍ آسيا حکومتونه اندېښمن کړي دي. دغه آزاد خیاله مسلمان حکومتونه دا ويره لري چې هسي نه اسلامي اورپکي خپل فعاليتونه زيات کړي او د دوی لپاره خطره وګرځي. د طالبانو ايتلافي د ازبکستان اسلامي غورځنګ يو له هغو اورپکو تنظيمونو څخه دی چې په منځنۍ آسيا کې تر ټولو لوی او فعاله ګڼل کيږي. د ادارې له راپور سره سم دغه تنظيم چې په ۱۹۹۱م کال کې راڅرګند شو، په تاجکستان او د افغانستان په شمال کې يې د طالبانو تر واک لاندي سيمو کې اډې درلودې او په ۱۹۹۹م او ۲۰۰۰م کلونو کې يې د کرغزستان په جنوبي برخو کې بريدونو هم وکړل. د ۲۰۰۱م کال په پای کې په افغانستان کې د طالبانو تر نسکورېدو او بیا د نړيوالو ځواکونو تر راتګ وروسته دغه غورځنګ په ۲۰۰۲م کال کې د پاکستان قبايلي سيمو ته کډه وکړه.


راپور ليکي چې د دې تنظيم د غړو شمېر څرګند نه دی خو له اټکل سره سم تر يو زر کم يا تر شپږ زره هم زيات کېدای شي. د دغه تنظيم له وېبپاڼې څخه ښکاري چې د افغانستان، جرمني، کرغزستان، روس، تاجکستان او ازبکستان وسله وال له دوی سره کار کوي. پر دغه وېبپاڼه له خپرېدونکو ويډيوګانو څخه ښکاري چې د دې ډلې جنګيالي د پاکستاني طالبانو سره يو ځای د پاکستان په قبايلي سيمو کې دي. په افغانستان کې مېشت نړيوالو ځواکونو ویلي چې د افغانستان په شمال کې په تر سره شوو وسله والو بريدونو کې د ازبکستان اسلامي غورځنګ لاس لري.

راپور پرمخ ليکي چې د افغانستان په شمال کې د دغه ډلې شتون او له طالبانو سره د دوی اړيکې د منځنۍ آسيا حکومتونه اندېښمن کړي دي. د دې ډلې تر څنګ په منځني آسيا کې ځيني نوري ډلې هم راټوکېدلي دي چې د کرغزستان جېش المهدي او قزاقستان جند الخليفه د ذکر وړ دي. دغو ډلو په خپلو هيوادونو کې پر حکومتي ځواکونو او تاسيساتو يو شمېر بريدونه تر سره کړي دي.

راپور ليکي، په داسي حال کې چې د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د منځنۍ آسيا نورې وسله والې ډلې په پاکستان کې خپل ځانونه مضبوطوي او د ۲۰۱۴م کال په پای کې له افغانستانه نړيوال ځواکونه وځي، روس غواړي چې په سيمه او په ځانګړې توګه په تاجکستان کې خپل نفوذ زيات کړي چې دا ډول د زياتېدونکې سخت دريځۍ او بدامنۍ مخه ونيسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG