د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان ته د شهباز شریف د تګ سیاسي اغېز



احمد شاه اعظمي
پراګ:- د پنجاب پخوانی وزيراعلی او د مسلم ليګ نواز ډلې يو مشر شهباز شريف د چارشنبې په ورځ کوټې ته د سفر پر مهال د بلوچستان د يو شمېر سياسي مشرانو تر څنګ د بلوچستان نېشنل پارټۍ د مرکزي مشر اختر جان مېنګل سره هم خبرې اترې کړي دي. بلوچستان ته شهباز شريف په داسي وخت کې سفر کړی چې اختر جان مېنګل د څلورو کلونو تر جلا وطنۍ وروسته پاکستان ته ستون شوی او په راتلونکو عامو انتخاباتو کې يې د برخې اخستو اعلان کړی دی.


په بلوچستان کې د مسلم ليګ نواز ډلې يو صوبايي مشر او پخوانی صوبايي وزير عبدالخالق اڅکزی وايي، د دوی ګوند همېش د جوړجاړي سياست کړی دی او له اختر مېنګل سره د شهباز شريف ملاقات هم د دې يو کړۍ ده. نوموړې زياته کړه چې د بلوچستان کورني سياست ته په کتو سره دوی دا ويلای شي چې دواړه ګوندونو به تر انتخاباتو وروسته د صوبايي حکومت په جوړولو کې له يو بل سره اتحاد وکړي.

((د بلوچستان په سياست کې زياته ونډه په ځايي کچ د جوړو شوو سياسي ګوندونو ده او بيا د بلوچستان په سياست کې د شخصيتونو او غټو کورنيو ډېر کردار دی خو په راتلونکې کې فقط دا کېدلای شي چې بلوچستان نېشنل پارټۍ به په خپله توګه انتخابات وکړي او مسلم ليګ نواز به يې په خپله توګه وکړي. بيا چې کوم وخت د حکومت د جوړېدو وخت راغلی نو هغه وخت دا امکان شته چې دا خلک پر يوه لاره سره ملګري شي او بلوچستان ته يو داسي حکومت ورکړي چې هغه به د صوبې لپاره يو نېک شګون وي او انشا الله د مسلې حل به بيا د دغو خلکو سره وي)).


که څه هم په بلوچستان کې له ډېره وخته بدامني روانه ده او بلوڅ ملت پاله ګوندونه د دې پړه پر پاکستاني اسټبلشمنټ اچوي او پنجاب د هغوی ملګری ګڼي. دا چې د پنجاب د پخواني وزير اعلا په راتګ سره د بلوچستان نېشنل پارټۍ په دريځ کې څه بدلون راغلی او په راتلونکې کې به څه ډول همکاري سره کوي؟ د دې ګوند يو مشر او پخوانی سېنېټر ثنا بلوڅ وايي:

((زموږ خواهش خو دا دی چې په بلوچستان کې چې اوس دا اور بل دی، په يوه يا بله طريقه موږ دا کم کړو يا يې مړ کړو او په بلوچستان کې امنيت راولو. د بلوچستان سياسي، انتظامي او اقتصادي معاملات چې په اسلام آباد کې دي، د دې يو پرامنه فيصله وکړو. له مسلم ليګ نواز سره زموږ پر يوه چوکۍ هم اېډجسمنټ نه دی شوی او نه هم تر اوسه زموږ له دوی سره اتحاد شوی دی. د دې دوې وجي دي، يو خو دا چې مسلم ليګ نواز د بلوچستان په بلوڅو سيمو کې ارزښت نه لري او خلک يې ډېر کم دي. بل دا چې زموږ دا کوښښ دی چې د بلوڅو سياسي ګوندونو سره اتحاد وکړو. البته د انتخاباتو وروسته موږ ګورو که چيري مسلم ليګ نواز د بلوچستان لپاره يو ښه پروګرام درلودی نو ښايي موږ له دوی سره پر حکومت سازۍ يا نورو معاملاتو باندي اتحاد وکړو)).

د پاکستان په راتلونکو عامو انتخاباتو کې د بلوچستان بېلتون پاله ډلو د برخې نه اخستو اعلان کړی دی او پر بلوچستان نېشنل ګوند هم نيوکې کوي چې له بلوڅ دريځه اوښتي دي. دا چې بلوچستان ته د مسلم ليګ نواز ډلې د يو مهم مشر راتګ به پر صوبايي سياست او راتلونکو انتخاباتو څه اغېز ولري؟ په کوټه کې د سياسي چارو کارپوه شهزاده ذوالفقار وايي، نواز ډله غواړي چې د خپلو تيرو غلطيو ازاله وکړي او له ملت پالو سره جوړجاړی وکړي.

((زما خيال دا دی چې مسلم ليګ نواز ډله په بلوچستان کې د خپلو تيرو غلطيو ازاله کول غواړي. او بل د دوی يو پاليسي دا هم ده چې د قوم پرستانو سره يوه لاره وباسي لکه په سند کې چې کار روان کړی او دلته په بلوچستان کې يې کار روان کړی دی. څو مياشتې له مخه چې اختر مېنګل اسلام آباد ته راغلی و نو نواز شريف د هغه ليدو ته ورغلی. دوی غواړي چې يو اعتماد سازي وشي او د پنجاب خلاف چې کوم نفرت دی، هغه کم کړي. نو په راتلونکې وخت کې کېدای شي چې د کوټې تر حده دا کم هم کړي خو د بلوڅو په کليوالو سيمو کې حالات ډېر تاوده دي. هلته به په ډېر مشکل سره دا ختميږي، او بل دا چې اختر مېنګل هم تر تنقيد لاندي دی او ټوله ورته وايي چې ته د اسلام آباد لپاره کار کوې))

که څه هم بلوچستان نېشنل پارټۍ د پاکستان په راتلونکو انتخاباتو کې د برخې اخستو لپاره کمپاين چلوي خو د مرکزي حکومت او الېکشن کمېشن څخه يې غوښتنه کړې چې په صوبه کې امنيت راولي او د رڼو ټولټاکنو کول باوري وګرځوي ګنې د دوی په وينا يوه اونۍ وروسته به دوی په انتخاباتو کې د برخې اخستو د پرېکړې بيا کتنه کوي.
XS
SM
MD
LG