د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د شیخ زاید پوهنتون د نجونو لیلیله فعاله شوه


نجیب الله الوخیل

دخوست شیخ زاید پوهنتون کې د نجونو لیلیه ،چې په دې وروستیو کې نوې جوړه شوېده، دنوي تحصیلي کال په پیلیدو سره د ښځینه محصلانو لپاره پرانیستل شوه.


د پوهنتون مسوولین وايي ،چې سږ کال ورته دافغانستان له بیلابیلو سیمو څخه 150 تنه نجونې معرفي شوي، چې دلته به هستوګنه کوي، دوی وايي په دې لیلیه کې د مطالعې او هستوګنې ښه شرایط په پام کې نیول شویدي.

تر دې وروستیو کلونو پورې د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو نجونو په خوست شیخ زاید پوهنتون کې له دې کبله لوړو زده کړو ته زړه نه ښه کاوه ، چې دوی ته په خوست کې له پوهنتون سره په نږدې سیمه کې داوسیدو مناسب ځایونه نه وو موجود ، خو دا ستونزه پدې وروستیو کې خوست ته دمخدره موادو پرضد وزارت دامتیازي بودجې دبرابرولو او د خوست شیخ زاید پوهنتون لپاره د نجونو دلیلیې دودانیو د جوړولو له لارې هواره شوه او سږکال ،چې دخوست شیخ زاید پوهنتون ته دکانکور ازموینې له لارې دافغانستان له بیلابیلو ولایتونو څخه په لسګونو نجونو لاره پیدا کړیده یاده لیلیه دنجونو پرمخ پرانیستل شوه.

دخوست شیخ زاید پوهنتون رئيس پوهنوال محمدرسول باوري وویل، چې یاده لیلیه دښځینه محصلانو لپاره دژوندانه پوره اسانتیاوې او د مطالعې لپاره یو ښه او ارام چاپیریال لري . د ده په وینا که څه هم سږکال یاد پوهنتون ته 150تنو نجونو لاره پیدا کړې ،خو دشیخ زاید پوهنتون دنجونو لیلیه د400نجونو داوسیدو ګنجایش لري :

((تر یودې مودې وروسته ،چې دا ودانۍ دنجونو دلیلیې لپاره جوړې شویدي،موږ پدې توانیږو ،چې یادې ودانۍ په رښتینې توګه دنجونو لپاره پرانیزو ،دشیخ زاید پوهنتون او خوست په بشپړ ډول دټولو خویندو او نجونو دتحصیل لپاره مناسب شرایط لري ،پدې نویو محصلانو کې چې دې پوهنتون ته معرفي شویدي تر یوسلو پنځوس زیاتې يې نجونې دي ،خوپدې ځای کې تر 400تنو نجونو لپاره دا لیلیه ظرفیت لري ،چې دلته محصلینې ځای پرځای شي .))

په ورته وخت کې دخوست دولایت مقام په استازیتوب بریالي روان وویل ،چې پدې کال کې به دخوست سیمه ییزه اداره دشیخ زاید پوهنتون په چوکاټ کې دیوشمیر مهمو اوبنسټیزو پروژو دپلي کیدا لپاره هڅې کوي:

((په شیخ زاید پوهنتون کې دتدریسي بلاکونو جوړیدل ،چې ورته جدي اړتیا ده ،دلیلیې لپاره دنورو ودانیو جوړیدل ،دشیخ زاید پوهنتون دمیډیا سنټر جوړیدل،دشیخ زاید پوهنتون دحقوقو اوسیاسي علومو پوهنځي لپاره دودانۍ جوړول ،چې پروژه يې په یوه تشویشي حالت کې ده او دشیخ زاید پوهنتون دطب پوهنځي دکدري روغتون فعاله کول به زموږ هغه برنامې او ګامونه وي ،چې په ۱۳۹۲لمریز کال کې به په ډیر جدیت، قاطعیت او زیار سره دهغې دفعالولو او دهغې دکار دپیلولو لپاره به موږه اساسي تلاش کوو.))

دافغانستان له شمالي ولایتونو څخه یوه تنه محصله ،چې شیخ زاید پوهنتون ته دزده کړو لپاره راغلې وویل ،چې دوی پخوا د خوست په اړه له ناامنیواو ویرې په اړه خبرې اوریدې،خو حقیقت دادی،چې خوست دفرهنګ،امن اوسولې کور دی:

(( مخکې لدې ،چې موږ دې ځای ته راشو ، پدې ولایت کې مود ډار،ناامنۍ او وحشت ډیرې خبرې اوریدلې وې ،خو کله چې دې ولایت ته راغلو ددې خبرو برعکس حالت مو ولیده ،په رښتیا چې ددې ولایت خلک ډیر بافرهنګه او غیرتي خلک د ي،موږ دهغو چارواکیو له اخلاص نه مننه او قدرداني کوو ،چې نجونو ته يې ددې اسانتیاوو په برابرولو کې هڅې او کوښښونه کړیدي.))

دخوست ولایتي شورا وکیله زهره جلال وویل ،چې شیخ زاید پوهنتون د زده کړو او استوګنې هغه ټول معیارونه لري ،چې دهیواد په نورو پوهنتونونو کې موجود دي. ددې په خبره په هیوادنۍ کچه به نجونې وهڅوي ،چې دتحصیل لپاره خوست پوهنتون انتخاب کړي:

((موږ بیا هم هڅه کوو ترڅو دهغو ولایتونو خویندې ،چې پکې امنیتي مشکلات دي دې ته وهڅوو ،چې دلوړو زده کړو لپاره شیخ زاید پوهنتون انتخاب کړي ،نجونې يې دلته راشي دلته هم ګنجایش شته او هم هغه ټول معیارونه ،چې دتدریس په برخه کې په ټولو پوهنتونونو کې شته دلته تر هغه ښه موجود دي.))

دیادونې وړ ده ،چې شیخ زاید پوهنتون دامهال تر شپږو زرو زیات محصلان لري ،چې په لسو بیلابیلو پوهنځیو کې پر زده کړو بوخت دي ،کتونکي پدې ولایت کې دخلکو په منځ کې دامن،پوهنې او دوستۍ د کلتور په خورولو کې یاد پوهنتون اغیزمن بولي.
XS
SM
MD
LG