د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د طب زده کونکو ته ليپ ټاپونه ورکړل شول



نيازاحمدخان سوات

د خيبر پښتونخوا حکومت د نوې سهار سکيم تر سیوري لاندې د سوات سيدو شريف ميډيکل کالج کې په سلګونه ليپ ټاپې زده کونکو ته وسپارلې.


د سيدو ميډيکل کالج پرنسیپل ډاکټر تاج محمد خان وویل چې دوی ۳۱۵ لېپ ټاپونه د طب هغه زدکوونکو ته ورکړل چې په خپل جماعت کې یې تر ۶۰٪ زیاتې نمبرې وړې دي. ده وویل چې له دې سره به زده کونکو ته په زدکړه کې اسانتياوې ترلاسه شي.

یوې زده کونکې سيمارحمان وویل:او اوس پښتنې جينکۍ له نوې ټيکنالوجۍ څخه ګټه پورته کولای شي، او د دغه ليپ ټاپ په اخیستو ډيره خوشحاله ده.



د کالج يو بل زده کونکې عدنان قيوم وايي وړاندې به صرف لومړیو درې تنانو ته انعامونه ورکول کيدل، خو اوس هغه ټولو زده کونکو ته په انعام کې ليپ ټاپ ميلاو شوو چې لومړی درجه یې ترلاسه کړې نو په دې سره به زده کوونکو کې د محنت کولو جذبه نوره زياته شي او کومو زده کونکو چې ليپ ټاپونه نه شوای اخیستلای، هغوی ته هم دغه اسانتياګانې ترلاسه شوې.
XS
SM
MD
LG