د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند کې د اېم کیو اېم انتخاباتي امېدوار ووژل شو



ظفر کریمي

کراچۍ : د پاکستان سند صوبې په حیدراباد ښار کې د نامالومه وسله والو په ډزو راتلونکو ټولټاکنو ته کاندید یو تن ووژل شو. پولیس چارواکي وایي، پېښه نن د زیارت یا پنجشنبې په ماسپښین د حیدراباد ښار په هاله ناکه سيمه کې مخې ته راغلې ده چې پکې د فخرالاسلام په نوم یو تن په نښه شوی دی.


د ایم کیو ایم ګوند چارواکي وایي وژل شوی تن د دوی د ګوند لخوا سند اسمبلۍ له ۴۷ حلقې څخه کاندید وو. د اطلاعاتو څانګې مسول قمر منصور مشال ریډیو ته ویلي چې فخرالاسلام په مخکنيو بلدیاتي ټاکنو کې د دوی د پلویانو لخوا د سیمې کونسلر هم ټاکل شوی وو ـ

د ایم کیو ایم ګوند د حیدراباد ښار د اطلاعاتو د څانګې چارواکي هارون خټک د یادې پېښې په اړه مشال ریډیو ته په ټیلې فون وویل:

"دی له کوره راوتلی و، په لار کې نامالومه کسانو پر هغه ډزې کړې دي او ځای پر ځای یې ووژلو. فخراسلام له ۱۹۸۸م کال راهیسې د متحده قامي مومنټ غړی وو، اوس هغه د سیمې جواینټ یونیټ انچارج هم وو او صوبایي او قامي اسمبلۍ لپاره په راتلونکي الیکشن کې کاندید هم وو"

د هارون خټک په خبره فخراسلام پښتون وو. دهغه له چا سره شخصي دشمني نه وه خو څو څو ځله یې ترې اوریدلي ول، چې ژوند ته یې خطره ده.

پولیس وایي بریدګر له حملې وروسته په تېښته بریالي شوي دي .

تراوسه کومې ډلې د یادې پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې.

څه موده مخکې په کراچۍ ښار کې د ایم کیو ایم ډلې د صوبایي اسمبلۍ غړی منظر امام په ورته پېښه کې وژل شوی و. د هغه د وژنې پړه وسله والو طالبانو منلې وه .

یاده دې وي په دې ورستیو ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د ایم کیو ایم ، پیپلز ګوند او عوامي نیشنل ګوند په غړو او مشرانو د ټاکنو د کمپین پر مهال د حملو کولو ګواښونه کړي دي ، چې له وجې عوامي نیشنل ګوند او ایم کیو ایم ګوند خپل ټاکنیزې هلې ځلې تر ډېره بریده محدوده کړي دي .
XS
SM
MD
LG