د لاسرسي ځای

تازه خبر

هغه نجونو چې د تعلیم لپاره یې ژوند پر داو لګولی



انټرنېشنل هیرالډ ټریبیون ورځپاڼه پاکستان کې دجینکو د تعلیم په لاره کې د شته خنډونو په اړه مقاله کې لیکي په تیرو دوو هفتو کې افغان پولې ته نزدې یوه ښځینه استاذه وسله والو په ډزو ووژله، دجینکو دوه سکولونه تباه کړې شو، او په کراچۍ کې په یو سکول ترهه ګر برید کې ددې سکول یو پرنسپل او یوه زده کوونکې ووژل شوه او یو شمیر نور استاذان او زده کوونکي ژوبل شوي دي.


دورځپاڼې په وېنا دا به یوازې اتفاقي خبره نه وی چې یو کال وړاندې ملاله یوسفزۍ د کراچۍ ددغه سکول دوره کړې وه، نوموړې دا مهال د جینکو د حقونو او په خاص توګه د تعلیم لپاره یو نړیوال علامت ګرځیدلې ده.

انټرنېشنل هیرالډ ټریبیون ورځپاڼه زیاتوي په تیرو دوو کلونو کې وسله والو په افغانستان او پاکستان کې د جینکو په سوونو سکولونه سوځولي او تباه کړي دي. دا مذهبي سخت دریځه وسله وال نه غواړي چې جینکۍ تعلیم ترلاسه کړي. په داسې حال کې چې د کم عمر جینکو د ودونو خلاف اواز پورته کیږي، د ملالې په نوم د جینکو د تعلیم لپاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مظاهرې وشوې، اوس هم د پښتنو په سمو کې په لکونو جینکۍ د خپلو حقونو او تعلیم لپاره هره ورځ سخته مبارزه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG