د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ووټ د نظام بدلولو لپاره اچول په کار دی"



رابعه اکرم

د راروانو ټولټاکنو لپاره که يوخوا د سياسي وګړو لخوا په ملکي کچ هلې ځلې روانې دي نو بلخوا ولس او په خاصه توګه ښځې له راتلونکې نوي حکومته تمه لري چې په ملک کې روانه ګراني او لوډشيډنګ غوندې غټې غټې مسلې دې قابو کړي.


د نوښار ضلعې د سکول يوې استاذې سبا ګل مشال راډيو ته وويل چې کوم پنځه کاله حکومت تير شو خو له خلکو سره کړې وعدې یې پوره نه کړې، په کار دا ده چې راتلونکی حکومت د ګراني او د بجلۍ لوډ شيډنګ او د خوراکې شيانو نرخونه تيټ کړي او ترهګري ختمه کړي.

(( ځای په ځاې چاودنې کيږې ، موږ وايو چې دا تره ګرې دې ودرولې شي، زموږ ماشومان بهر نه شي وتلی، سکولونو ته نه شي تللی ، خپله راسره د خپل عزت فکر دی. بله دا چې زموږ کوم بنيادي ضرورتونه دي. لکه بجلې او ګيس نشته ، د اوبو مسله ځکه جوړيږي چې بجلې نه وي ، هر څه په بجلې روان دي، له ما سره ماشومان دي نو ټوله شپه به زه ببوزې وهمه ورته؟))

د چارسدې رخسانه بیا وايي، چې د هغوی کوښښ به دا وي یو داسي تن ته خپل ووټ ورکړي چې د خپلې ضلعې مسلې راهوارې کړي.

((له پيښوره دې اړخ ته زموږ سړکونه کندې دې ، زموږ د سکولونو حالات خراب دی ، د بجلې حالات هم ښه نه دی هېڅ سم نه دي. کوښښ به مو دا وي یو داسې تن کاميابه کړو، چې مسلې مو راحل کړي ))

د پيښور پوهنتون يوه زده کونکې اجاله ملک د يو داسې منتخب حکومت هيله لري چې هغه به د ټولټاکنو د لارې راشي او د زده کونکو لپاره به غوره ګامونه اوچت کړي.

((غواړو چې ښه حکمرانان راشي. او چې څنګه غربي نړې ترقي کړې ده لکه د هغوی ټرانسپورټ سسټم ښه دې نو داسې موږ هم غواړو چې د ټرانسپورټ نظام ښه شي ، ځکه چې د سړکونو هم بد حال دی او د ټرانسپورټ نظام ښه نه دی نو چې اول دا مسله هواره کړل شي))

د ولس د سياسي شعور په اړه زده کونکې نيلم وايي، چې څو پورې دا شعور نه وي راغلی نو نه خو بدلون خبره کولاى شو او نه له حکمرانانو د ښه تمه کېدای شي.

((کومې خبرې پنځه کاله مخکې ولس سره چې شوې وې نو هغه خبرې دوی په الېکشن کې هېرې کړې دي او هم دغه خلک بيا د دوی په جلسو کې موجود دي ، نو چې څو پورې د دې خلکو تربيت نه وي شوی نو تر هغو موږ په ملک کې تبديلي نشو لیدلای))

په سوات کې د ښځو لپاره کار کونکې د خېر ښېګړې ادارې یوې مشرې ګل خندانې مشال راډيو ته وويل چې هغوی اداره هم په دې اړه ښځو سره کار کوي.

(( زموږ اداره ښځې په دې خبروي چې تاسو خپل ووټ په ښه طريقه استعمال کړی او ووټ هغه چاته ورکړۍ چې د ملک نظام بدلولی شي او کومو زنانو سره چې موږ خبرې کوو نو هغوی وايي چې دې اهميت په اړه موږ ته مالومات نه وو، موږ به ويل چې يو عام خبره ده ځکه زموږ ضرورت نه وو ورته.))

د ګل خندانې په وينا چې ووټ صرف عارضي ضرورتونو لپاره نه دی اچول په کار بلکې د ملک و قام ترقۍ لپاره سوچ هم پکار دی.
XS
SM
MD
LG